قزاقستان؛ د افغانستان لپاره د سوداګرۍ ښه بدیل

لیکوال: امان‌الله حنیفي

سریزه

افغانستان د جغرافیوي موقعیت له مخې په وچې پورې تړلی هېواد دی او بحر ته مستقیمه لار نه لري. بحر ته د مستقیم نه لاسرسي له امله افغانستان کوښښ کوي چې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې خپل ټول تمرکز پر ګاونډیو هېوادونو راټول او له دې لارې ځان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وصل کړي. له ګاونډیو هېوادونو سره پر سیاسي، ټولنیزو او امنیتي اړیکو سربېره د افغانستان لپاره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې خورا مهمې او حیاتي دي. افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د ټولو ګاونډیو هېوادونو لپاره پر سوداګریز او ترانزيټ شریک سربېره د پلور یو ښه بازار هم ګرځېدلی دی. د منځنۍ اسیا هېوادونه او په ځانګړې توګه قزاقستان چې د کرنیزو او صنعتي محصولاتو له مخې خودکفایۍ ته رسېدلی، اړتیا لري چې د خپلو صنعتي او کرنیزو محصولاتو لپاره مصرفي مارکېټ پیدا کړي، چې د اوس لپاره افغانستان د دوی د محصولاتو د لېږد او پلور ښه مارکیټ دی. قزاقستان د افغانستان بازارونو ته د ازبیکستان، ترکمنستان او یوه اندازه د تاجکستان له ټرانزیټي لارو غنم، اوړه، غوړي او دغه راز برښنایي وسایل، کرنیز ماشین آلات او ساختماني وسایل او توکي صادروي. له دې سره سره چې افغانستان د قزاقستان لپاره یو ښه مصرفي مارکېټ دی، برعکس بیا قزاقستان د افغانستان د وچو او تازه مېوو او همدا راز د زعفرانو او بېلابېلو افغاني محصولاتو لپاره د بازارموندنې او له دې لارې نړۍ ته د خپلو محصولاتي توکو رسولو یوه ښه لار هم بلل کېږي. پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو سره د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ کچه د پخوا په پرتله زیاته شوې او په دې برخه کې یې د اړیکو لا پياوړي کولو او مؤثرو ګامونو اخیستلو ته زمینه برابره کړې. که دواړه هېوادونو له موجودو فرصتونو ښه استفاده وکړي، پرته له شکه چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې په پرمختګ کې به رغنده رول ولوبوي. موږ په همدې مقاله کې د دواړو هېوادونو د اړیکو شالید، سوداګریزو او ترانزیټي چارو، شته فرصتونو او موجودو ستونزو ته لنډه کتنه کوو.

د افغانستان او قزاقستان د اړیکو شالید

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ۱۹۹۲ میلادي کال د فبروري په ۱۲مه نېټه سیاسي اړیکې ټینګې شوې. قزاقستان د ۲۰۰۲ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په کابل کې خپل  ډېپلوماتیکفعالیت پيل کړ، چې د ۲۰۰۳ میلادي کال په جون میاشت کې یېرسماً په کابل کې سفارت پرانیست .  په ۱۹۹۳ میلادي کال د افغانستان سفارت د قزاقستان په الماتي ښار کې پر فعالیت پيل وکړ، چې په ۲۰۰۵ میلادي کال کې آستانې ته انتقال شو. د افغانستان او قزاقستان د اړیکو پر پيل شاوخوا درې لسیزې اوړي. د تېرو درېیو لسیزو پر مهال د کابل او آستانې ترمنځ رسمي سیاسي او اقتصادي اړیکې ورځ تر بلې پياوړې او پراخې شوې دي. قزاقستان په کابل کې د خپل سفارت په پرانیستو سره له افغانستان سره د بیارغونې، بشري مرستو او بېلابېلو برخو کې همکاري کړې ده او ډېری قزاقي پانګوال یې په افغانستان کې د پانګونې لپاره هڅولي او رالېږلي دي. د افغانستان او قزاقستان د رسمي اړیکو له پیل راپدېخوا قزاقستان په بېلابېلو برخو کې افغان محصلینو ته تحصیلي بورسیې رالېږلې او هغوی یې په معتبرو پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو لپاره منلي دي. قزاقستان نه یوازې دا چې د افغانستان یو دوست هېواد پاتې شوی، بلکې په نړیوالو سټېجونو یې هم له افغانستان څخه ملاتړ کړی. قزاقستان په افغانستان کې له وروستیو سیاسي تحولاتو او واک ته د اسلامي امارت له رسېدو را وروسته له عامو او بېوزلو افغانانو سره خپلې بشرې مرستې جاري ساتلې، سوداګري یې د پخوا پرتله زیاته او په دې برخه کې یې افغان سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي، امنیتي او سوداګریزو اړیکو د پياوړي کولو او پراخولو په موخه څو ځلې د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي چې د دغو لیدنو-کتنو په پایله کې د پام وړ مثبت پرمختګونه شوي دي. افغانستان او قزاقستان د دوو دوست هېوادونو په توګه د یو او بل ګټو خوندي کولو او اقتصادي پرمختګ ته ژمن پاتې شوي او د دې اړیکو د لا پياوړی کولو لپاره خپلو کې په ګډه کار کوي.

آیا قزاقستان د افغانستان لپاره ښه سوداګریز شریک کېدای شي؟

افغانستان او قزاقستان له ډېره وخته کوښښ کوي چې له یو بل سره ښه اقتصادي او سوداګریز شریکان جوړ شي. همدې موخې ته د رسېدو لپاره څو ځلې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو او قزاقي لوري ګډې ناستې کړې، چې پر مهمو مسایلو، شته فرصتونو او د موجودو ستونزو په له منځه وړلو یې خبرې او پرېکړې کړې دي. اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا یو میلیارد ډالر ته رسېږي، چې د قزاقستان د صادراتو کچه پکې زیاته او د افغانستان هغه بیا یو څه کمه ده؛ خو د دغه سوداګریزې اړیکې تقویت او پراختیا کولای شي ډېر سوداګریز فرصتونه رامنځته کړي. د قزاقستان جغرافیوي موقعیت، طبیعي سرچینو او له افغانستان سره یې د اړیکو نیک شالید ته په کتو دغه هېواد د افغانستان لپاره د لاندې رامنځته شوو فرصتونو پر اساس د سوداګرۍ ښه بدیل بلل کېږي:

لومړی؛ له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو په پياوړي کېدو سره دغه هېواد کولای شي د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي وده کې د پام وړ مؤثر فعالیت ترسره کړي؛ ځکه دغه هېواد د نفتو او ګازو ډېرې لویې سرچینې لري. له بل لوري قزاقستان په نړۍ کې د غنمو له لویو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی، چې دې ظرفیت ته په کتو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ ډېر فرصتونه برابرېږي. په دغه برخه کې سوداګریزه همکاري د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې دواړه لوري ورته جدي لېوالتیا هم لري. له یو لوري افغانستان د اوړو او غنمو او همدا راز د نفتو او ګازو له کمبود سره مخ دی او اړتیا لري څو یاد توکي له نږدې او ارزانه سرچینو ترلاسه کړي او له بل لوري قزاقستان په دې لټه کې دی څو د خپلو تولیداتو لپاره نږدې او ښه مارکېټ پيدا کړي، چې افغانستان ورته تر ټولو ښه انتخاب دی.

دویم؛ په افغانستان کې د واحد مرکزي نظام په رامنځته کېدو سره اسلامي امارت هڅه کوي، چې خپلې اړیکې د نړۍ له لوی اقتصادي قوت «چین» سره پیاوړې او پراخې کړي. دې موخې ته د رسېدو لپاره افغانستان مستقیمه لار نه لري او اړ دی څو د منځنۍ اسیا هېوادونو او په ځانګړې توګه د قزاقستان له لارې ځان له چین سره ونښلوي. د افغانستان او چین ترمنځ د اوسپنې پټلۍ سوداګریزه لاره د قزاقستان له خاورې تېرېږي او په دې برخه کې هر ډول اسانتیاوې او پرمختګونه په قزاقستان پورې تړلي دي.

درېیم ؛ له بل لوري افغان سوداګر په دې هڅه کې دي څو د قزاقستان له لارې د روسیې بازارونو ته لار پيدا کړي؛ ځکه د روسیې بازارونه د افغانستان د وچې او تازه میوې، قیمتي ډبرو او افغاني کالیو لپاره مناسب دي. له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو په پياوړي کېدو او پراخېدو سره به افغانستان د سیمې له دوو پياوړو اقتصادي قدرتونو چین او روسیې سره وصل شي او افغان سوداګر به وشي کولی چې له دې لارې خپل مالونه نړیوالو مارکېټونو ته ورسوي. پورتنیو ټکو ته په کتو سره په ډاډ ویلی شو چې قزاقستان د افغانستان لپاره ښه سوداګریز او اقتصادي شریک جوړېدای شي. له نېکه‌مرغه چې د اسلامي امارت په راتګ سره دې لویې موخې ته د رسېدو لپاره د دواړو لورو ترمنځ پوره همغږي او عملي هلې ځلې پيل شوې دي. قزاقي لوري څو څلې د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنو کې خوښي څرګنده کړې چې دوی په افغانستان کې د بشپړ امنیت په تأمین، د فساد په له منځه وړلو، په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پر پانګونې او د یو مرکزي حکومت په رامنځته کېدو سره خوشاله دي او غواړي چې د سیاسي او امنیتي اړیکو پر پیاوړي کولو سربېره له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې هم پراخې او روان کال یې ارزښت تر درېیو میلیاردو ډالرو ته ورسوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره شته فرصتونه

لومړی؛ قزاقستان د منځنۍ اسیا هېوادونو له ډلې هغه هېواد دی چې له شوروي اتحاد څخه د آزادۍ تر اخیستلو وروسته یې د اقتصادي ودې مزل ډېر په چټکۍ سره طی کړی دی او په دغه برخه کې ښه تجربه لري. دا چې له ۲۰ کلونو وروسته افغانستان تازه له اشغال څخه آزاد شوی؛ افغانستان کولای شي په لنډ وخت کې د اقتصادي مزل طی کولو لپاره د قزاقستان له تجربو ګټه واخلي.

دویم؛ د بهرنۍ پانګونې راجلبولو لپاره امنیت تر ټولو اساسي او لومړنی شرط دی چې الحمدلله واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ شوی. د تجربو له مخې هغه هېوادونه چې امنیتي ثبات ونه لري، د پانګونې لپاره مساعد نه دي او هلته پانګونه یو لوی خطر بلل کېږي. افغانستان چې د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال د امریکا له لوري اشغال شوی و، د بهرنۍ پانګونې لپاره پکې هېڅ راز زمینه نه وه مساعده؛ خو د الله تعالی په ځانګړي فضل او کرم سره افغانستان د اشغال له تور کرغېړن لاس آزاد شو. د اشغال له پای ته رسېدو سره سم د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې امنیت تأمین او د بهرنۍ پانګونې لپاره شرایط برابر شول.

درېیم؛ د امریکا او ناټو له لوري د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال داسې فاسده اداره د واک پر ګدۍ کېنول شوې وه، چې هر چارواکی یې تر ستوني پورې په مالي او اخلاقي فساد کې غرق و. د همدې بې کفایته او فاسدې ادارې له امله به هر کال افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو په کتار کې  .لومړی ځای خپلولوهغه هېوادونه چې فساد پکې اوج ته رسېدلی وي او د چارو واګي یې د یوې مزدورې او اجیرې کړۍ په لاس کې وي، هېڅکله د خپل اقتصاد لپاره په اساسي ډول کار نشي کولی. واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره د فساد جرړې ختمې شوې او د هېواد ملي ګټو او اقتصادي ودې پرمختګ ته ژمن کسان واک ته رسېدلي چې دا د افغانستان په تاریخ کې د اقتصادي ودې د پرمختګ لپاره یو بې ساری رامنځته ته شوی فرصت دی.

پایله

له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو په پياوړي کېدو سره دغه هېود کولای شي د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي وده کې د پام وړ مؤثر فعالیت ترسره کړي؛ ځکه دغه هېواد د نفتو او ګازو ډېرې لویې سرچینې لري. له بل لوري قزاقستان په نړۍ کې د غنمو له لویو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی، چې دې ظرفیت ته په کتو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ ډېر فرصتونه برابرېږي. قزاقستان په جغرافیوي لحاظ په یو مناسب ځای کې موقعیت لري د مرکزي آسیا هېوادونو پر مټ  کولای شي له چین، روسیې او سرې بحیرې سره افغانستان ونښلوي. له قزاقستان سره د اړیکو پیاوړتیا په صورت کې به افغان سوداګر وکولای شي چې خپل مالونه د دغه هېواد له لارې د نړۍ او په ځانګړي ډول د روسیې بازارونو ته ورسوي. د منځنۍ اسیا هېوادونه تر ډېره خپلو کې اقتصادي او سوداګریزې سیالۍ کوي او هر هېواد هڅه کوي چې د خپلو تولیداتو لپاره لنډ او ارزانه یو ښه مصرفي مارکېټ پيدا کړي، چې د قزاقستان لپاره افغانستان تر ټولو ښه انتخاب دی.