مسعود دقیق: چمتو یم چې په افغانستان کې په بشري او پراختیايي برخو کې کار وکړم

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۱:۴۱
Massud Daqiq

نېټه: د 2022 کال د مارچ 9مه

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د بشري او پرمختیايي پروژو له افغان متخصص (سلطان مسعود دقیق) سره وکتل. د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال افغانستان ته د ښاغلي دقیق راتګ وستایه او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې اوسمهال د پانګونې لپاره ښه شرایط برابر شوي او د افغانستان اسلامي امارت له پانګوالو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

سلطان مسعود دقیق چې د بشري او پرمختیايي پروژو په پلي کولو کې له ځانګړو تجربو او مهارتونو برخمن دی وايي، چمتو دی چې له خپل مسلکي او فني ټیم سره په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو، روغتیا، د برښنا تولید او د کانونو په استخراج کې پانګونه وکړي. نوموړي له دې مخکې د ډېریو عربي هیوادونو په ګډون په افریقا کې د المان او اروپايي ټولنې لویې پرمختایي پروژې پلې کړې دي.

ښاغلی دقیق وایي، خوشاله یم چې له لسیزو جګړو وروسته په افغانستان کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی او د هیواد له اصلي مالکانو سره ګورم. نوموړی زیاتوي، د تېرو حکومتونو پر مهال هېڅ چمتو نه و چې په افغانستان کې کار وکړي. د دقیق په خبره، ځکه هغه وخت په افغانستان کې فساد اوج ته رسېدلی و او هرڅه کاذبه بڼه پيدا کړې وه.

ښاغلي سلطان مسعود دقیق د ریاست‌الوزراء له لومړي مرستیال سره د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، چې اوس په ډېرې لېوالتیا سره غواړي چې په افغانستان او په تېره بیا په لرې پرتو سیمو کې چې تر ډېره لومړني خدمات په ښه بڼه نه ورته رسېږي، له خپل ټیم سره یوځای کار وکړي.

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سلطان مسعود دقیق ته د هر ډول همکارۍ او بشپړ امنیت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، اسلامي امارت په ټول توان د افغانستان د پر ځان بسیاینې لپاره هڅې کوي.

 سلطان مسعود دقیق چې اصلاً د کندهار ولایت اوسېدونکی دی، له ۳۸ کاله جلا وطنۍ وروسته تازه خپل هیواد ته راستون شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

BACK TO NEWS