مس عینک کان او پر ملي اقتصاد یې اغیزې

لیکوال: فضل ولي شیراني

سریزه

دا یو منل شوی حقیقت دی، چې پیاوړی او مستقل اقتصاد یو هېواد له هره اړخه پیاوړی کوي. په نړۍ کې به ډېر کم داسې هېوادونه وي چې د افغانستان په څېر ښکلې هوا، پرېمانه اوبه، ځنګلونه، پراخې دښتې او د دې ټولو ترڅنګ تر ځمکه لاندې طبیعي زېرمې ولري. افغانستان د طبیعي زېرمو اندازه هغې کچې ته رسېږي چې کولای شي، د نړۍ دا بې وزله هېواد پر یوه شتمن او بډایه هېواد بدل کړي؛ خو  په تېرو شاوخوا څلورو لسیزو کې سیاسی بې ‌ثباتۍ، اشغال، د کانونو په برخه کې د یوه واضح قانوني چوکاټ او پالیسیو نشتوالي، اداري فساد، د پروژو ناسم مدیریت، د خپلواکو حکومتونو نه موجودیت، د اساسي زېربناوو نشتوالي په ټوله کې دې برخې ته د پاملرنې پر ځای پر بهرنیو مرستو تکیه کولو په هېواد کې د کانونو سکټور د پرمختګ مخه نیولې وه. مګر اوس چې په هېواد کې سرتاسري امنیت ټينګ دی، د فساد وېره نشته او د پروژو منظم مدیریت کېږي؛ د کانونو قانوني او منظم را ایستلو ته پام اوښتی دی. د افغانستان اسلامي امارت غواړي له دې لارې د افغانستان طبیعي زیرمې له قانون سره سم، په تخنیکي او مسلکي ډول راوسپړي او له عوایدو یې د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا او رغونه کې ګټه پورته کړي. تر ځمکه لاندې طبیعي زېرمو کې یو هم د مسو کانونه دي. په دې کانونو  کې د افغانستان په کچه تر ټولو ستر کان د عینک مسو کان دی، چې د استخراج قرارداد یې له یوه چینايي شرکت (ام سي سي) سره شوی دی. که چېرې یې د را ایستلو چارې پیل شي، له شک پرته چې د عوایدو کچه به ورسره لوړه او اقتصاد به پیاوړی شي. د افغانستان اسلامي امارت دې ټکو ته په پاملرنې سره هڅه پیل کړې چې د یاد کان چارې په عملي ډول پیل شي؛ خو دا چې لا یې هم د استخراج چارې نه دي پیل شوې، یو لامل یې په یاده سیمه کې د لرغونو اثار موجودیت دی چې تر ډېره بریده یې د کان د را ایستلو چارې له ځنډ سره مخ کړې دي. په دې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لاس په کار دی او لرغوني اثار خوندي ځای ته لېږدوي، د یادونې ده چې د لرغونو اثارو بشپړ لېږد یو څه وخت ته اړتیا لري چې له بشپړېدو سره به یې د استخراج عملي چارې پیل شي.

د مس عینک کان موقعیت، لرغوني اثار او د مسو کچه

د مس عینک کان د کابل سوېل لویدیځ په ۳۰کیلومترۍ کې د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ عینک په سیمه کې موقعیت لري. یادې سیمې د مسو ترڅنګ زرګونه قلمه لرغوني با ارزښته اثار هم په خپله سینه کې ساتلي، چې ارزښت یې میلیونونو ډالرو ته رسېږي. نه یوازې دا چې یاد لرغوني اثار مادي ګټه لري، بلکې په دې سیمه کې شته لرغوني اثار په افغانستان کې تېر تمدونونه او د هغه مهال د وګړو  هنرونه هم په ډاګه کوي. مس عینک کې له ۲۰ زیاتې سټوپې شته چې د پنځمې او شپږمې پېړۍ په بودايي راهبانو پورې تړاو لري. دغه راز ځینې شواهد په ډاګه کوي چې له دې کان څخه تر اسلامي دور وړاندې هم ګټه پورته شوې ده. په ۱۳۶۳میلادي کال کې د فرانسوي لرغونپوهانو له لوري چې مشري یې فاسمن (Fos man) کوله، ترسره شوې څېړنې په ډاګه کوي چې په دې ساحه کې ارزښتناک اثار شته دي. داسې شواهد هم شته چې د فرانسویانو له څېړنو وړاندې په دې سیمه کې خپله د افغانانو له لوري هم څېړنې ترسره شوې دي. په دې څېړنو کې هم په ډاګه شوې چې په یاده سیمه کې زرګونه لرغوني اثار موجود دي؛ خو له بده مرغه چې په هېواد کې د بهرنیو تاړاکونو، یرغلونو  او په را وروسته کلونو کې د امریکایي اشغال پر مهال د عینک په سیمه کې زیاتې ناقانونه کیندنې شوې دي او یو شمېر لرغوني اثار لوټ شوي دي. دلته په موجودو لرغونو اثارو کې د بودا مجسمې، د بېلا بېلو پاچاهانو سکې، دیوالي نقاشۍ او د استوګنې په ګډون مذهبي ځایونه شامل دي. له سیمې په ترلاسه شویو لرغونو اثارو کې خټین لوښي، لرګینې مجسمې، له زېړو یا برونزو جوړ شوي د ښکلا توکي، غاړکۍ، ګوتمۍ، په سرو زرو سینګار جامې او داسې نور ارزښتناک اثار شته دي. له ترلاسه شویو  لرغونو اثارو د هغه مهال اقتصادي فعالیتونه او مذهبي باورونه ښه په ډاګه کېږي. د لرغونو اثارو ترڅنګ مس عینک کان د مسو د اندازې له پلوه هم د هېواد په کچه لومړی او په نړیواله کچه دویم ستر کان دی. مس عینک په لوګر ولایت کې په درېیو برخو؛ مرکزي، لوېدیځ او سوېلي کې تشکیل شوي. د تر سره شویو څېړنو له مخې په دغه کان کې ۱۱،۳ مېلیونه مټریک ټنه مس تثبیت شوي او اټکل کېږي چې په دې سیمه کې د مسو ټوله زېرمه به ۱۷ مېلیونه مټریک ټنه وي. په دې کان کې د مسو تر څنګ ۷۷۰۰ مټریک ټنه سپین زر (Ag)، ۶۰۰ زره مټریک ټنه کوبالټ (co) او یوه محدوده کچه سره زر هم شته دي.

د مس عینک کان اقتصادي اغېزې

کانونه هغه طبیعي زېرمې دي چې اقتصادي ارزښت یې زیات دی او له را ایستلو سره یې د عوایدو په کچه کې زیاتوالی راځي. دا چې عواید لوړ شول، نو طبیعي خبره ده چې اقتصاد به وده کوي او په هېواد کې شته اقتصادي ستونزې به پای مومي، چې له بده مرغه په تېر کې تر خاورو لاندې دې سترې شتمنۍ ته چې کولای شي، افغانستان د پرمختللو او بډایه هېوادونو په کتار کې ودروي، هېڅ توجه نه وه شوې. کېدای شي لاملونه یې پر هېواد بهرني یرغلونه، په هېواد کې د لاسپوڅو نظامونو شتون، اداري فساد، امنیتي ستونزې او دې ته ورته نور  وي؛ خو دا هر څه یوې خوا ته تر ټولو مهمه خبره د ژمنتیا او قوي هوډ ده، که په تېرو حکومتونو کې تعهد او هوډ موجود وای، نو  ددې امکان و چې پورتنیو لاملونو  ته که ټولو ته نه وي، نو نیمايي ته یې پای ورکولی شوی او د هېواد له دې شتمنۍ څخه د هېواد په اقتصادي رغونه کې ګټه پورته کېدای شوی، چې داسې ونه شول. په هېواد کې د امریکایي اشغال پای او د افغانستان اسلامي امارت په راتګ، سره له دې چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو په ګډون یو لړ نور لکه د امریکا له لوري د افغانانو د شتمنۍ کنګل کېدل او د یو لړ بندیزونو لګولو په څېر خنډونه موجود دي، خو هوډ پیاوړی دی. اسلامي امارت سملاسي اقتصاد محوره سیاست په غوره کولو سره په ډېرو کمو امکاناتو پر دې توانېدلی چې د هېواد دا تر خاورو لاندې شتمني را وباسي او پر مټ یې اقتصاد ورغوي. دا راز تر دې دمه د هېواد په کچه د لسګونه کانونونه په قرارداد ورکړل شوي او استخراج یې روان دی، چې په کلني ډول میلیاردونه افغانۍ عواید د حکومت خزانې ته ترې جمع کیږي. خو د یو شمېر نورو یې بیا قراردادونه شوي، ولې عملي چارې یې لا هم نه دي پیل شوې. د دې کانونو له جملې څخه یو هم همدا د مس عینک کان دی، چې تر اوسه یې عملي چارې نه دي پیل شوې. چې د لرغونو اثارو له بشپړ لېږد وروسته به یې عملي چارې پیل شي.  د دې کان مجموعي اقتصادي ارزښت میلیاردونو ډالرو ته رسېږي. دا راز به له یادې کمپنۍ سره د شوي تړون له مخې ۸۰۰ مېلیونه ډالر افغانستان ته د تضمین په ډول او شاوخوا ۴۰۰ مېلیونه ډالر به د مالیې په توګه ورکول کېږي. د مس عینک کان مسو پروسس کې به د افغانستان له ډبرو سکرو ګټه اخیستل کېږي او په بدل کې به یې د ۴۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید فابریکه جوړوي. د تړون له مخې سلګونه کیلو مټره ریل پټلۍ جوړول هم د یاد چینايي شرکت پر غاړه دي چې دا ټول د دې کان پر اقتصادي ارزښت او د افغانستان پر اقتصاد یې د اغېزو ښکارندويي کوي. د دې ترڅنګ به هغه سره زر چې د مس عینک په کان کې شته، تر استخراج وروسته به افغانستان ته سپارل کېږي چې دا خپله د عاید په برخه کې یوه ستره سرچینه ده. د مس عینک کان پروژې د عملي چارو په پیل سره به پر پورتنیو اقتصادي ګټو سربېره په دې کان کې به زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي چې دا خپله د کورني عواید د زیاتېدو او په ټوله کې د اقتصادي ودې لامل ګرځي.

د مس عینک کان د عملي چارو پر وړاندې شته خنډونه او حل لارې

د مس عینک کان چې له هره اړخه د افغانستان لپاره اقتصادي ارزښت لري، د عملي چارو پیل یې هم مهم دی، خو ځینې داسې خنډونه او ستونزې شته چې د عملي چارو د پیل مخه یې نیولې ده هغه په دې سیمه کې د لرغونو اثارو شتون دی. په دې باب د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمیسیون له لوري د دې اثارو د لېږد په اړه اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده سپارل شوې، چې یاد اثار له سیمې په خوندي ډول ولېږدوي. اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اثارو لېږد پیل کړی او هڅه یې داده چې تر ټاکلې مودې وړاندې یاد اثار خوندي ځای ته انتقال  او د مس عینک کان د مسو استخراج لپاره لار هواره کړي. چې څه موده وړاندې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ مس عینک سیمې ته سفر وکړ او د دې کان د بېلا بېلو برخو د لیدو تر څنګ یې د ام سي سي شرکت له مسوولینو سره وکتل او له هغوی څخه یې په کلکه وغوښتل چې د کان د استخراج عملي چارې دې ژر تر ژره پیل کړي، قراردادي چینايي شرکت مسوولینو د چارو د عملي پیل ډاډ ورکړ، چې د لرغونو اثارو له لېږد وروسته به عملي چارې پیل کړي.

پایله

د افغانستان د طبیعي زېرمو اندازه هغې کچې ته رسېږي چې کولای شي، د نړۍ دا بې وزله هېواد پر یوه شتمن او بډایه هېواد بدل او د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې یې راولي. د افغانستان اسلامي امارت غواړي له دې لارې د افغانستان طبیعي زیرمې له قانون سره سم، په تخنیکي او مسلکي ډول راوسپړي او له عوایدو یې د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا او رغونه کې ګټه پورته کړي. د هېواد په کچه لسګونه کانونه په قرارداد ورکړل شوي او له هغو کانونو څخه چې استخراج یې پیل شوی دی، په مېلیونونو افغانۍ عواید د حکومت خزانې ته جمع کیږي. خو د یو شمېر نورو یې بیا قراردادونه شوي، ولې عملي چارې یې لا هم نه دي پیل شوې. د دې کانونو له جملې څخه یو هم د مس عینک کان دی چې مقدماتي چارې یې پرمخ تللې ولې د استخراج چارې یې لا هم په عملي ډول نه دي پیل شوې. د دې کان قرارداد د ام سي سي په نوم له یوه چینايي شرکت سره شوی  چې د لرغونو اثارو له بشپړ لېږد وروسته به د دې کان د استخراج عملي چارې پیل چې په پایله کې به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او د ملي عوایدو کچه به ورسره لوړه شي.