ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د المان حکومت له ځانګړي استازي جاسپر ویک او مل هیئت سره وکتل

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۰:۲۹
jaspar

نېټه: د 2021 کال د نومبر 18مه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي هیئت نن په ارګ کې د افغانستان لپاره د المان حکومت له ځانګړي استازي جاسپر ویک او مل هیئت سره وکتل او په ځینو مهمو مسایلو یې خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې د معلمینو پر معاشاتو خبرې وشوې او الماني لوري وویل چې دوی به په افغانستان کې د ښوونیز سیستم د پياوړي کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. په یاده ناسته کې دواړو لورو د اړیکو پر پياوړي کولو ټینګار وکړ او الماني لوري زیاته کړه چې دوی به کله هم افغانان هیر نه کړي او په نږدې راتلونکي کې به ورسره نورې بشري مرستې هم وکړي.

 ملا صاحب هم ډاډ ورکړ چې د دوی مرستې به په شفاف ډول اړمنو خلکو ته رسیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS