ملا عبدالغني برادر اخوند د صنعت او معدن خونې له مسؤلینو سره وکتل

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۲:۱۱
industry

نېټه: د 2021 کال د ډسمبر29مه

د ریاستالوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د صنعت او معدن خونې له مسؤلینو سره وکتل. محترم ملاصاحب د هیواد د اقتصادي پياوړتیا او د بېکارۍ کچې په له منځه وړلو کې د خصوصي سکتور رول مهم وباله او زیاته یې کړه: « خصوصي سکتور په پنځو زرو فابریکو کې نږدې یو نیم میلیون کسانو ته د کار زمینه برابره کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت یې د فعالیت ستاینه کوي.»

 د صنعت او معدن خونې رئیس شیرباز کمین‌زاده وویل: «د دایمي ځمکې نه درلودل، د برښنا پرچاوي، له بانک څخه د پیسو ایستل او له هیواده بهر د خصوصي سکتور تولیداتو ته د ښه بازار نشتون هغه څه دي، چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي.»

محترم ملا صاحب د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چې د یادو ستونزو د حل په موخه دې له خصوصي سکتور سره په ګډه کار وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS