ملا عبدالغني برادر اخوند په متحده عربي اماراتو کې له افغان سوداګرو سره وکتل

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۰:۴۷
Afghan Business Man

نېټه: د 2022 کال د مې 18مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او ورسره مل هیئت په متحده عربي اماراتو کې له افغان سوداګرو سره وکتل. ملا عبدالغني برادر اخوند افغان سوداګرو ته وویل: «په هېواد کې چې په هره برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لرئ، اسلامي امارت ژمن دی چې زمینه درته برابره کړي. دا زموږ مسؤلیت دی چې تاسې ته د کار کولو امن فضا برابره کړو او په ګډه دا هیواد جوړ کړو.»

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، له نېکه‌مرغه په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره فساد ختم شوی، هر چا ته د کار کولو زمینه برابره ده، موږ پر ټولو افغان سوداګرو او پانګوالو غږ کوو چې راشي او په خپل هیواد کې پانګونه وکړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند وویل: «موږ په داسې حال کې کابل ته راغلو چې د کابل تېرې ادارې ټول بانکونه او د عامو خلکو شتمني لوټ کړي وو، هرڅه ویران وو چې ښه نمونه یې د کابل هوايي میدان دی.»

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال همدا راز د ټولو هغو هیوادونو له سخاوت‌مندانه کوربه‌توب مننه وکړه، چې د افغانانو قدر یې کړئ او له هغوی سره یې په بېلابېلو وختونو کې مرسته کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

BACK TO NEWS