ملا عبدالغني برادر اخوند په کندهار کې د «سنو فارما» د درملو له تولیدي فابریکې لیدنه وکړه

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۰:۳۶
Snow

نېټه: د 2022 کال د مې 6مه

د رياست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په کندهار کې د "سنو فارما" د درملو تولیدي فابریکه کې له یوشمېر پانګوالو او سوداګرو  سره وکتل او هغوی یې په هېواد کې دننه پانګونې ته وهڅول. د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال په کندهار کې د درملو د دومره لويې او معیاري فابریکې شتون د ټولو هېوادوالو لپاره د وياړ ځای یاد کړ او زياته یې کړه، چې د"سنو فارما"د درملو توليدي فابریکه به تر ډېره د دې سیمې لپاره د درملو ستونزه حل کړي او هم به یې درمل تر نورو هېوادوالو پورې ورسېږي.

په دغه کتنه کې پانګوالو او سوداګرو له ملا عبدالغني برادر اخوند سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ځينې ستونزې شریکې کړې او له اسلامي امارت څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال پانګوالو او سوداګرو ته د یادو ستونزو د حل او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو ملاتړ کوي او له هغوی سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS