وضاحت

fdpm_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۱ - ۱۱:۲۱
73

نېټه: 2022، جولای 8مه

کله چې د مې د میاشتې په ۱۶ محترم ملا عبدالغني برادر اخوند متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ، هلته یې د اماراتو له مسئولینو غوښتنه وکړه چې له دوی سره چې څومره افغانان بندیان دي هغوی دې خوشي کړي. هغوی هم ژمنه وکړه او پر دې پروسه یې کار پیل کړ.

ټاکلې وه چې د هغو افغان بندیانو له جملې څخه 75 تنه نن په یوه چارټر الوتکه کې را انتقال او په کابل کې یې ا.ا ته وسپاري. خو دغه کار د یو عارض له امله معطل شو او له اختر سمدستې وروسته به ترسره او یاد بندیان به چې د دوسیو ټولې چارې یې بشپړې شوي دي، افغانستان ته را انتقال کړي. د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه تل د افغانانو د بهبود په فکر کې وي، هڅه کوي چې افغانان خپل کور ته راستانه شي او د عزت سرلوړی ژوند ولري، او په هېواد کې دننه او بهر د هغوی هوسا ژوند تضمین کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS