په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو لپاره منظمه طرحه جوړېږي

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۱:۳۰
foreign investor

نېټه: د 2022 کال د مارچ 8مه

د رياست‌الوزراء د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون او اړوندو وزارتونو لخوا په خپله نوبتي غونډه کې پر بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو او د هغوی پر حل مفصلې خبرې اترې وشوې. د محترم ملاصاحب لخوا د افغانستان د برښنا شرکت د (MTU, CAT, Perkins) شرکتونو د ۸۷ جنراتورونو د ترميم دنده چې ۷۶ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د تدارکاتو ملي ادارې ته وسپارل شوه، څو په دغه برخه کې په پوره جدیت سره کار وکړي.

همدارنګه د اقتصادي کمېسيون لخوا د سوداګرۍ او صنعت وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو په افغانستان کې د بهرنيو پانګوالو د پانګونې لپاره يوه منظمه او شفافه طرحه جوړه او اقتصادي کمېسیون ته یې د ارزونې په موخه وړاندې کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کندز ولایت په ابدان دښته کې د ۳۰۰۰ واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

BACK TO NEWS