په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو لپاره منظمه طرحه جوړېږي

نېټه: د 2022 کال د مارچ 8مه

د رياست‌الوزراء د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون او اړوندو وزارتونو لخوا په خپله نوبتي غونډه کې پر بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو او د هغوی پر حل مفصلې خبرې اترې وشوې. د محترم ملا صاحب لخوا د افغانستان د برښنا شرکت د (MTU, CAT, Perkins) د شرکتونو د ۸۷ جنراتورونو د ترميم دنده چې ۷۶ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د تدارکاتو ملي ادارې ته وسپارل شوه، څو په دغه برخه کې په پوره جدیت سره کار وکړي.

د افغانستان برښنا شرکت وايي، له یادو جنراتورونو یې ۲۰ په کابل، ۱۷ په کندهار او نور په بېلابېلو ولایتونو کې دي، چې د اړتیا پر مهال ترې ګټه اخیستل کېږي.

 د یادولو وړه ده چې په افغانستان کې تر وروستیو سیاسي تحولاتو را وروسته د تدارکاتو ملي ادارې فعالیت بند کړی و او تازه یې بېرته پر خپل فعالیت شروع کړې ده. د تدارکاتو ملي ادارې ته یاده دنده په داسې حال کې سپارل کېږي، چې د افغانستان برښنا شرکت له خپل لوري تر (۲۰) میلیونه زیات پېرل نه شي کولی او له دغه مقدار د زیات پلور لپاره باید پروسه د تدارکاتو ملي ادارې ته وسپارل شي.

پر افغانستان باندې د اسلامي امارت تر بیا حاکمېدو وروسته په ټول هیواد کې امنیت تأمین شوی، ځکه خو ډېری داخلي او بهرني پانګوال غواړي چې دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. د دې لپاره چې دغه پانګونه په مؤثره توګه ترسره او افغانستان د پر ځان بسیاینې لوري ته بوځي، د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د لومړي مرستیال په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د سوداګرۍ او صنعت وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو په افغانستان کې د بهرنيو پانګوالو د پانګونې لپاره يوه منظمه او شفافه طرحه جوړه او اقتصادي کمېسيون ته يې د ارزونې په موخه وړاندې کړي.

د اقتصادي کمېسیون په یاده غونډه کې د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي وویل، دوی به د دغه طرحې پر مټ د بهرنیو پانګوالو د پانګونې لپاره ټولې هغه برخې مشخصې او یوه روښانه نقشه جوړي کړي، چې د افغانستان د اقتصاد پر پښو درولو کې اساسي رول لوبوي.