په ملي دفاع وزارت کې د اسلامي امارت مسؤلینو له لوري د زمري ۲۸ مه ونمانځل شوه

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۸ - ۱۱:۳۷
WhatsApp Image 2023-08-19 at 22.03.43

نن په ملي دفاع وزارت کې د ا.ا د رياست الوزراء مرستيالانو، د کابينې غړو او مجاهدینو په شتون کې، له انګريزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۴ کليزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. په دغه مراسمو کې د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوی هبة الله اخندزاده صاحب (حفظه الله)، د مبارکۍ پيغام حاضرینو ته واورول شو. په جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ډېرې د آزادۍ ورځې لري خو کومه د آزادۍ ورځ چې د اسد میاشتې له ۲۴مې سره برابره ده، په تاریخ کې بې سارې ده. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونو ته چې اوس هم په ښکاره او په پټه د اسلامي امارت مخالفت کوي، د افغانستان خپلواکي ورته د زغملو نه ده. د ناستې په پای کې د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري فصيح الدين «فطرت» په ملتیا د خپلواکۍ څلي ته ولاړ او د بانډو کنډک د ځانګړو تشريفاتو په ترڅ کې يې په ياد څلي د ګلو ګيډۍ کېښوده.  له‌دې سره سم د ملي دفاع وزارت الوتکو او چورلکو د کابل پر آسمان د اسلامي امارت د بيرغ په رپولو د خپلواکۍ د ورځې په موخه ګلونه او د مبارکۍ پاڼې له هوا څخه وشيندلې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

په کابل ښار کې د استوګنیز ښارګوټي او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې له سپاهي ګمنام څلورلارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

BACK TO NEWS