پېښو ته د رسېدو کمېسیون خپله دویمه ناسته ترسره کړه

نېټه: د 2022 کال د جنوري 13مه 

د ریاستالوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پېښو ته د رسېدو کمېسیون خپله دویمه ناسته ترسره کړه. په یاده ناسته کې هم د تېر په څېر د وروستیو اورښتونو له امله د زیانمنو شوو خلکو د ستونزو په حل خبرې اترې وشوې.

 د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال د دغه کمېسیون د ټولو ارګانونو کارونه و ارزول او اړوندو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال دې زیانمنو شوو خلکو ته بیړنۍ مرستې ورسوي. ملا عبدالغني برادر اخوند  پر دې سربېره ټینګار وکړ، چې د ولس خدمت او د هغوی د مشکلاتو حلول د افغانستان اسلامي امارت لومړیتوب دی او دوی به په پوره ژمنتیا سره دا کار کوي.

ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند همدارنګه د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال د مرستو په ویش کې هم د شفافیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې اړوند وزارتونه او ادارې باید په ډېر شفاف ډول زیانمنو شوو ته مرستې تقسیم کړي.

پېښو ته د رسېدو کمېسیون غړو وزارتونو او ادارو وویل، دوی د وروستیو اورښتونو له امله شاوخوا «۳» زرو کورنیو ته مرستې رسولې چې لومړی سروې شوې او هغوی چې مستحق ګڼل شوي، په وخت ورته کمپلې، جامې، خوراکې توکي، درمل او نور ضروري لوازم رسېدلي دي.