پېښو ته د رسېدو کمېسیون خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه

نېټه: د 2022 کال د جنوري 4مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پېښو ته د رسېدو کمېسیون خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه. د دغه کمېسیون مشر ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې ځینې وخت د طبیعي پېښو شاهد وي او دغه پېښې ډېری وخت د هیواد په شمالي سیمو کې رامنځته کېږي.

د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال د کمېسیون اړوندو ارګانونو لکه دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، بهرنیو چارو وزارت، کرنې وزارت، ټولګټو وزارت، روغتیا وزارت، اطلاعاتو او کلتور وزارت، پوهنې وزارت، د افغان سرې میاشتې ټولنې او خپله پېښو ته د رسېدو وزارت ته امر وکړ، چې د وروستیو اورښتونو له امله دې زیانمنو شوو خلکو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند په داسې وخت کې پېښو ته د رسېدو کمېسیون اړوندو ارګانونو ته له سیلاب ځپلو خلکو سره د مرستې امر کوي، چې په دې وروستیو کې د هیواد په یوشمېر ولایتونو کې سخت سیلابونه راووتل او په سلګونو کورنیو ته یې ځاني او مالي تاوانونه واړول. د دغو سیلابونو له امله په کندهار کې شپږ کسان، په غور کې پنځه کسان او په فراه کې درې کسان مړه شوي او د سلګونو کورونو د نړېدو تر څنګ پکې سلګونه څاروي هم تلف شوي دي.

پېښو ته د رسېدو وزارت مسؤلین وايي، دوی یادو ولایتونو ته په وخت د مرستې رسونې ټیمونه لېږلي او تر ډېره یې له زیانمنو شوو خلکو سره لومړنۍ مرستې کړې دي.

 د ریاست‌الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پېښو ته د رسېدو کمېسیون ټولو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې په راتلونکي کې دې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هیوادوالو ته د مرستو رسولو لپاره پوره چمتووالی ونیسي.