چین: ژر به د مس عینک د استخراج کار پيل کړو

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۲:۱۴
Mes Aynak

نېټه: د 2022 کال د مارچ 24مه

د رياست الوزراء لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند او ورسره مل هيئت په چهارچنار ماڼۍ کې د چين د بهرنيو چارو له وزير "وانګ يې" او ورسره پلاوي سره وکتل. محترم ملاصاحب وويل، چين او افغانستان خپل منځ کې ښې تاريخي اړيکې لري او اسلامي امارت د دغو اړيکو لا پراختيا غواړي. هغه د خپلو خبرو پر مهال زياته کړه، د ا.ا.ا. چين ته د ټولو هغو اندېښنو د له منځه وړلو په اړه اطمينان ورکوي، چې دوى يې د افغانستان له خاورې څخه د پېښېدو په اړه لري.

ښاغلي وانګ‌يې په افغانستان کې له سرتاسري امنيت ستاينه وکړه او ویې ويل،چين چمتو دى چې له افغانستان سره سوداګريزې اړيکې لا  پراخې او  دلته د کانونو د استخراج، د اقتصادي زونونو د جوړولو او انرژۍ د توليد په برخه کې پانګونه وکړي.

د چين  د بهرنيو چارو وزير همدا راز زياته کړه، چې ژر به د مس عينک کان د استخراج کار هم پيل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

BACK TO NEWS