کانونو او پترولیم وزارت: له ډبرو سکرو څخه د برښنا د تولید په موخه لږترلږه د «۳۰» کلونو لپاره خام مواد ورکولی شو

نېټه: د 2022 کال د مې 12مه

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو ځانګړي کمېسیون د ډبرو له سکرو څخه د برښنا د تولید په پار د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ؛ د کان د استخراج په موخه د کانونو او پترولیم وزارت، د برښنا د جذب او ویش په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت او د پانګونې د جلب او جذب په موخه د صنعت او معدن خونې مسؤلینو ته دنده وسپارله څو د موضوع د ذکر شوو ابعادو په اړه په پوره جزئیاتو سره تخنیکي او مسلکي بحثونه او څېړنې ترسره او د همدې کمېسيون راتلونکي مجلس ته د ارزونې په موخه خپل راپور وړاندې کړي.

د ډبرو له سکرو څخه د برښنا د تولید په موخه دغه هڅه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې افغانستان ۸۰ سلنه برښنا له بهر واردوي او یوازې ۲۰ سلنه برښنا په کور دننه تولیدولی شي. «د افغانستان برښنا شرکت» مسؤلین وايي، په دغه کار سره به بهر هیوادونو ته د کال د سلګونو میلیونو ډالرو د تلو مخه ونیول وشي او هممهاله به ورسره په کور دننه صنعت وده وکړي.

 د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پترولیم وزارت وايي، له ډبرو سکرو څخه د «۱۷۰۰» میګاواټه برښنا د تولید لپاره دغه وزارت لږ تر لږه د «۳۰» کلونو او حداکثر د «۶۰» کلونو لپاره خام مواد ورکولی شي.

د افغانستان د صنعت او معدن خونې رئیس شیرباز کمین‌زاده وايي، په دغه برخه کې د پانګونې لپاره دوی له ټولو کورنیو او بهرنیو افغان پانګوالو سره خبرې کړې دي، چې له نېکه‌مرغه ډېری یې چمتو دي چې په یاده برخه کې پانګونه وکړي.