د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی ازبیکستان ته روان شو

masih_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۰:۵
د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی ازبیکستان ته روان شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په څلورمه نېټه له کابل څخه د ازبیکستان پلازمېنې تاشکند ته په دوه ورځني رسمي سفر روان شو. په دغه سفر کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت‌الله بدري، د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري، د افغانستان بانک لوی رئیس الحاج نوراحمد اغا، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال مفتي عبدالمتین سعید او د سکټوري ادارو استازي د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملتیا کوي.

د دغه سفر موخه د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې د ازبیکستاني پانګوالو د پانګونې جذب دی، چې دواړه لوري به پرې بحث او خبرې اترې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په. . .

BACK TO NEWS