د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا له عمومي منشي سره وکتل

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۲۶
sdfghg7564e

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د قوس میاشتې په پنځمه نېټه د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا د عمومي منشي سرګي شویګو په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل. په دغه لیدنه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر مرستیال، د افغانستان لپاره د روسیې فدراسیون د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د دواړو هېوادونو یوشمېر نورو مسوولینو حضور درلود.

د دغه لیدنې پر مهال د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ کچې پر زیاتېدو او همدا راز افغانستان کې د روسي پانګوالو پر پانګونې خبرې وشوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرني سیاست ته په اشارې سره وویل، افغانستان ته د امنیت او ثبات په راګرځېدو سره دغه هېواد په سیمه کې د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیټ په مرکز بدل شوی چې دا نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې په ګټه دی.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د امنیت او اقتصادي ودې لپاره هڅه کوي چې په همدې موخه یې په هېواد کې د نشه‌یي توکو کښت بند کړی او ټولې هغه ډلې یې له منځه وړې دي، چې د افغانستان او سیمې امنیت او اقتصاد ته زیان رسوي. محترم ملا صاحب وویل، افغانستان د شمال - جنوب اقتصادي دهلېز په تقویت کې مؤثر رول لوبولو ته لېواله دی او په دې سره غواړي په سیمه کې اقتصادي اتصال عملي او له ستونزو خلاص شي. محترم ملا صاحب وویل: «موږ هڅه کوو د سیمې او لرې پرتو هېوادونو ته د افغانستان صادراتو ته زمینه برابره کړو چې په دې برخه کې له روسیې څخه د همکارۍ غوښتنه کوو.»

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړیکو د کچې لوړوالی به په اقتصادي برخه کې د عملي پرمختګونو بې شمېره فرصتونه رامنځته کړي او د افغانستان اسلامي امارت به د سیمې د یو مسوول اقتصادي شریک په توګه مثبت رول ولري.

د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کې رامنځته شوو سیاسي، اقتصادي او امنیتي پرمختګونو ته په اشارې سره وویل، اوسنی سفر یې د روسیې د ولسمشر په هدایت ترسره شوی او روسیه له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د همکارۍ کچې زیاتېدو ته لېواله ده او په همدې موخه به په نږدې وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د اسلامي امارت نوم د روسیې له تورلېست څخه لرې کړي.

روسي پلاوي له افغان – ټرانس پروژې څخه د ملاتړ او په دغه برخه کې د همکارۍ په څرګندولو سره زیاته کړه، روسیه د سېنټ پیټرزبورګ اقتصادي فورم پرمهال له افغانستان سره د شوو اقتصادي همکاریو عملي پيل ته چمتو ده او همدا راز روسي پانګوال او دولتي شرکتونه په افغانستان کې د کانونو استخراج، ترانسپورټ او کرنې په برخو کې هم پانګونې ته لېوالتیا لري.

د غونډې په پای کې دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې برخو کې د پراخو همکاریو د رامنځته کولو په موخه د ګډ حکومتي کمېسیون پر رامنځته کولو ټینګار وکړ، چې تر چتر لاندې به یې په مختلفو برخو کې نورې کمېټې هم فعالیت ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۴:۵۸
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د یوناما له مرستیال سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۴:۱۷
Background image

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې ځانګړې غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې ځانګړې غونډه نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. په دغه ځانګړې غونډه کې د کابل ولایت د ارغندۍ څلورلارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبد الغني برادر اخوند د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په نهمه نېټه د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

د ریاست. . .

BACK TO NEWS