د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۲۱
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبد الغني برادر اخوند د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په نهمه نېټه د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه فابریکې له ترسره شوو کارونو خوښي څرګنده کړه او اړوندو مسوولینو ته یې د کار د غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په هکله لازمې لارښوونې وکړې. د دغه فابریکې د جوړولو چارې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري خصوصي شرکت ته سپارل شوې چې اوس یې کارونه په چټکۍ سره روان دي او شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ لګښت پرې راځي.

د یادې فابریکې په لومړۍ مرحله کې به د سیمنټو تولیدي ظرفیت په ورځني ډول ۱۵۰۰ ټنه او په راتلونکي کې به یې د تولید کچه ۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي. د دغه فابریکې په جوړېدو سره به د سیمنټو په وارداتو کې د پام وړ کموالی راشي او ورسره به  شاوخوا ۵۰۰۰ هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت څه موده وړاندې د یتیم تاق او د لوګر سیمنټو فابریکو د جوړولو قراردادونه هم له افغان او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS