د ازبيکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په ګډه ناسته کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وینا:

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،     

بسم الله الرحمن الرحیم

د ازبیکستان جمهوریت د صدراعظم قدرمن مرستیال، د ازبیکستان هېواد کابیني محترمو غړو، مسوولینو او ټولو حاضرینو ته!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

د لوی الله ج څخه ټولو ته پوره صحت او عافیت غواړم!

ډېر زیات د خوښۍ ځای دی، چې نن ورځ د دوست هېواد ازبیکستان په مرکز کې سره راټول یوو. له هره څه دمخه تاسې ته نیکې هیلې او پیرزوینې وړاندې کوم او مننه کوم چې د افغانستان او ازبیکستان هېوادونو ترمنځ د ځینو مشترکو او مهمو موضوعاتو د بحث لپاره مو زمینه مساعده کړې ده.

دا ډېره روښانه ده چې ازبیکستان له افغانستان سره پر پوله پروت یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان سره نږدې دیني، تاریخي، فرهنګي او قومي مشترکات لري؛ دغو بنسټیزو مشترکاتو د تاریخ په اوږدو کې د ازبیکستان او افغانستان پر تجارتي اړیکو خورا مثبت تأثیر درلودلی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې تجارتي مناسبات او د پانګونې فرصتونه زیات کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت څخه راپدېخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ورځ تر بلې د زیاتیدو او پیاوړتیا په حال کې دي؛ د افغانستان اسلامي امارت د دواړو هېوادونو غوره متقابلو اړیکو ته په نیک نظر ګوري او په راتلونکې کې هم د ازبیکستان سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې متقابلو همکاریو او اړیکو ته چمتو دی.

د ازبیکستان او افغانستان ترمنځ د شته یو لړ مهمو موضوعاتو په لنډه توګه یادونه کوم، ترڅو تخنیکي بحثونو او پرېکړو ته زمینه مساعده شي.

 

لومړی: د بانکي سکټور اړوند موضوعات:

1.            د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د بانکي انتقالاتو د طی مراحل په برخه کې غوښتنه کوو چې د بانکي انتقالاتو یاد طی مراحل ګړندي سي، ترڅو تجارتي اسانتیاوې زیاتې او اړوند انتقالات له خنډ او ځنډ سره مخ نه سي؛

2.            که د افغانستان بانکونو په غوښتنه نورو هېوادونو ته د ازبیکستان بانکونو په منځګړیتوب اړوند انتقالات ترسره سي، دا به زموږ د بانکي سکټور او متقابلو بانکي اړیکو د پراختیا لامل سي؛

3.            له ازبیکستان سره د افغانستان د متقابلو بانکي اړیکو د پیاوړتیا لپاره دې د ازبیکستان مرکزي بانک اړوند اسانتیاوې رامنځ ته کړي، ترڅو په دې برخه کې ځینې محدودیتونه له منځه ولاړ سي او د دواړو هېوادونو د ټولو بانکونو ترمنځ اړیکې پياوړې سي؛

4.            بهتره ده چې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ په سوداګریزو اړیکو کې د دواړو هېوادونو له ملي پولي واحدونو څخه استفاده وسي؛

5.            که د ازبیکستان هېواد د بانکي چارو متخصصین د افغانستان د بانکي سکټور د ظرفیت لوړونې په برخه کې همکاري وکړي، زموږ د بانکي سکټور د ظرفیت لوړونې لپاره به بهتره وي.

دوهم: له ازبیکستان سره په سرحد کې د ګمرکي سیستمونو د وصل کېدو او د دواړو هېوادونو د اموالو د ګډ بازار په برخه کې ځینو ستونزو ته اشاره کوم:

1.            دا چې د ازبیکستان سره په سرحد کې ګمرکي فعالیتونه ۲۴ ساعته سوي دي او د سیستمونو وصل کېدل هم جریان لري، بهتره ده چې د اړوند سېستمونو د وصل کېدو چارې لا ګړندۍ او په دې برخه کې ستاسو ځانګړې پاملرنه غواړو.

2.            د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ګډ بازار لپاره د توکو په انتقال کې افغان سوداګر له ستونزو سره مخ کیږي، په دې برخه کې موږ د یادو ستونزو د حل غوښتنه کوو، ترڅو د دواړو هېوادونو ګډې سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې سي.

3.            همدارنګه د مضاعفو مالياتو تفاهمنامه د رسمي چينل له لاري تاسو ته استول سوې ده، هیله مو داده چې سوداګرو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په پار ژر نهایي سي.

درېیم: افغان سوداګرو ته د اجازه نامو او ویزو د ورکړې او په سرحد کې د افغانستان څخه په صادراتي توکو د چک او کنټرول په برخه کې ځینو ستونزو ته اشاره کوم:

1.            د ازبیکستان هېواد سره په سوداګرۍ کې افغان سوداګر د اجازه نامې په ترلاسه کولو کې ستونزې لري او هر سوداګر نه سي کولی چې یاده اجازه نامه ترلاسه کړي او خپل اموال په اسانۍ صادر کړي، ښه به وي چې نوموړې اجازه نامه له منځه ولاړه سي، ځکه دا ډول ستونزې د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ منفي اغېز کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ځینو نورو هېوادونو د اموالو د صادرولو لپاره دا ډول اجازه نامه شتون نه لري.

2.            د ازبیکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره دې افغان سوداګرو ته د ویزې په ورکړه کې اړونده پروسه چټکه سي، ترڅو په دې برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې حل او دوی به له ازبیکستان سره سوداګرۍ ته لا ډېر تشویق سي.

3.            د افغانستان څخه په صادراتي  توکو د ازبیکستان له خوا چک او کنټرول زیات سوی دی؛ د ټولو ترانزیټي اموالو قلف بېل بېل ماتیږي. موږ غواړو چې په‌دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته سي او یا دې نورې مناسبې بدیلې لارې ورته ولټول سي.

څلورم: له ازبیکستان سره د هایدرو کاربونونو او کانونو په برخه کې د شویو توافقنامو عملي کول:

1.            د ازبیکستان سره د هایدرو کاربونونو او معادنو په اړه دوه توافقنامې لاسلیک سوې دي، خو تر اوسه یې عملي چارې نه دي پیل سوې، غوښتنه مو دا ده چې د یادو توافقنامو مطابق دې اړوند چارې پیل سي.

پنځم: د ازبیکستان سره د ۵۰۰  کیلو ولټ برېښنا مزي د عملي چارو د پیل او د برېښنا د تولید برخه کې یو وړاندیز ته اشاره کوم:

1.            د ازبیکستان هېواد سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي په اړه اړوند اسناد تکمیل او شریک سوي؛ موږ غواړو چې د یادې پروژې عملي چارې ژر پیل سي.

2.            د وړاندیز په توګه غواړم ووایم چې په افغانستان کې په کافي اندازه د ډبرو سکاره وجود لري، که ازبیکستان هېواد د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته چمتو وي موږ به ورته اړوند لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.

شپږم: په اوسپنې پټلۍ، لوجستیکي مرکزونو او داسې نورو زیربنایي پروژو کې د بهرنۍ پانګونې شته فرصتونو ته ستاسو توجه راجلبوم:

1.            د افغان- ټرانس د اوسپنې پټلۍ پروژه چې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره وصل کوي، یوه له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي په دې برخه کې موږ غوښتنه کوو چې د یادې پروژې چارې چټکې او د پلان مطابق مخکې ولاړې سي.

2.            که د ازبیکستان هېواد اماده وي چې د مزارشریف – شبرغان ریل پټلۍ، د نایب اباد لوجستیک مرکز او داسې نورو زیربنایي پروژو کې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پانګونه وکړي، د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې پوره همکارۍ ته تیار دی.

3.            همداراز د  دوست هېواد ازبیکستان څخه غواړو چې د سالنګ لویې لارې دوهم تونل چې له دې لارې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره وصلیږي او په ترانزیټ کې اساسي رول لري، پانګونه وکړي، اسلامي امارت یې هرکلی کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته اماده دی. همداراز د مزار شریف څخه هرات ته د اوسپنې پټلۍ جوړېدو په برخه کې د ازبیکستان هېواد ته بلنه ورکوو چې پانګونه وکړي، تر څو له دې لارې ازبیکستان هېواد له ایران او چین سره خپله دوه اړخیزه سوداګري پراخه کړي چې دا به د سیمې په ثبات او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

4.            موږ له ازبیکستان څخه غوښتنه کوو چې د چین – قزاقستان – ازبیکستان – افغانستان او برعکس د اوسپنې پټلۍ له لارې د تجارتي اموالو په انتقالي مصارفو (انتقالي تعرفو) کې د پام وړ کموالی راولي، په دې توګه به له یوې خوا د اموالو تمام سوي قیمتونه راټیټ او له بلې خوا به ګډه سوداګري لا زیاته او پیاوړې سي.

5.            همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د نساجۍ فابریکو جوړولو، د سیمنټو تولید، د تیلو د تصفیې کارخونو، د مالګې کانونو استخراج او پروسس، الکترونیکي حکومتولۍ او نورو سکټورونو کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره فرصتونه برابر کړي دي دا چې ازبیکستان په پورته ذکر شویو برخو کې د پانګونې تجربه او لېوالتیا لري موږ یې د پانګونې غوښتنه او هرکلی کوو. د عصري کرنیزو تخنیکونو شریکول، د اوبو د منظم مدیریت او د کرنې د ودې لپاره مشورې ورکول به یې هم د افغان کروندګرو په روزنه او په ټوله کې د کرنې میکانیزه کولو کې مؤثر رول ولوبوي.

په پای کې یو ځل بیا یادونه کوم چې د پورته مواردو د حل په برخه کې ډاډ راکړئ؛ ترڅو د امکان تر حده شته ستونزو ته د حل مناسبې لارې وموندل سي

په درنښت