ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت مختلفې پروژې منظورې کړې

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۵:۵۶
5U2A0550

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور او د درېیو هغو تعدیل کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۲۲ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور، د درېیو تعدیل او د ۷ پروژو د قراردادونو په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې په هراړخیز ډول یې وڅېړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي. په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د یوشمېر ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول، د بادغیس – فاریاب لویې لارې د دوهمې برخې قیر اچونه او د همدې لارې د استنادي دیوالونو جوړول، د هرات د نورالجهاد سب سټېشن د انسلیټرونو نصب او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې مالي تمویل یې د اسلامي امارت له لوري کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS