له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق پرانیستل شو

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۵:۵۷
5U2A9909

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۱۷مه نېټه له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه جوړ شوی صندوق پرانیستل شو. په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر محترم نورالدین عزیزي، صنعت‌کارانو، سوداګرو او یوشمېر امارتي مسوولینو هم حضور درلود.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او هغو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د دغه صندوق رامنځته کول مهم وبلل او ویې ویل، چې په دې سره به د خصوصي سکټور د ملاتړ ترڅنګ د سوداګرۍ، ترانزیټ، صنعت او کورنیو تولیداتو د ودې او پرمختګ بهیر ګړندی او دغه راز به هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت ته له خصوصي سکټور څخه ملاتړ، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرول او د کورني صنعت پرمختګ لومړیتوب لري او په همدې موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله له لوري مالیاتي جریمې او پر اصنافو او کسبګرو باندې ثابتي مالیې معاف او تخفیف ورکړل شوی. همدا راز د شرکتونو د تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو ورکړه هم پیل شوې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق د پرانیستې مراسمو ته وویل، اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه پر هغو وارداتي اقلامو ګمرکي تعرفې لوړې کړې، چې هغه په کور دننه تولیدېږي او د خلکو اړتیاوې پوره کولی شي.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خصوصي سکټور له استازو وغوښتل چې خپل فعالیتونه د منل شوو معیارونو په نظر کې نیولو سره لا ګړندي او په ښه کیفیت ترسره کړي.

د خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق د پروژو د پلي کېدو لپاره د ډاډمنې مالي سرچینې پیدا کولو، د کورنیو تولیداتو معیاري کولو اړوند پروګرامونو د مالي ملاتړ، د ملي او نړیوالو نندراتونونو په جوړولو کې د همکارۍ، د صادراتو لپاره د ځانګړو مرکزونو جوړولو، د خصوصي سکټور د ملي او مؤثرو پروګرامونو او د خصوصي سکټور د نورو برخو د مالي ملاتړ په موخه جوړ شوی، چې د خصوصي سکټور له لوري یې تود هرکلی وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS