د نېله باغ هستوګنیزې پروژې د چارو پرانیستې مراسمو ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا

الحمدلله رب العالمین والعاقبة للمتقین والصلوة والسلام علی سید الانبیاء والمرسلین و علی آله و اصحابه اجمعین

اما بعد؛ فاعوذ باالله من الشیطان الرجیم، بسم الله الرحمن الرحیم

و هو الذي أنشأکم من الأرض واستعمرکم فیها

امارتي مسؤلینو، د چین ولسي جمهوریت استازو، د خصوصي سکټور نماینده‌ګانو، راغلو مېلمنو او د غونډې ټولو ګډونوالو؛

 السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

خوښ یم چې نن ستاسو سره د یوې سترې ساختماني پروژې په پرانیست‌غونډه کې ګډون کوم.

الحمدلله، نن موږ په هېواد کې د نیله باغ په نوم د لوړ کیفیت یوه ښارګوټي په چوکاټ کې د ۱۴۰۰ هستوګنیزو معیاري اپارتمانونو د جوړولو پروژه پرانیزو، چې د هېواد د آبادۍ په برخه کې یو اساسي ګام دی چې اخلو یې.

د افغانستان اسلامي امارت د نورو زېربنایي پروژو تر څنګ د ودانیزو پروژو د پلي کېدو په برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي دي، چې د نوي کابل د لمړي فاز دوهمه برخه او یو لړ  نورې پروژې یې د نمونې په ډول یادولی شو. د دې تر څنګ د نورو ودانیزو پروژو د پیلولو پلان لري چې د هېوادوالو د سکونت ستونزه به ورسره په تدریجي توګه تر یو اندازې حل سي ان شاءالله.

د افغانستان اسلامي امارت ځان مکلف ګڼي چې د صنعت، کرنې، برېښنا او سوداګرۍ سکټورونو ترڅنګ د ودانیزو پروژو په برخه کې هم کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړي. د مسکوني ودانیو رغول د ښارونو د تعمیر او د هېواد د اساساتو د جوړولو مهم اړخ دی چې ولس ته په معاصرو معیاراتو سنبال سرپناه برابروي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هڅو په پایله کې دا دی نن د چین ولسي جمهوریت له لوري د نېله باغ پروژې عملي چارې پیلېږي، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به زموږ زرګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره، سلګونو هېوادوالو ته به معیاري سرپناه جوړه او په کابل ښار کې به یو معیاري ښارګوټی ګټې اخیستنې ته وسپارل سي.

دافغانستان اسلامي امارت د چین ولسي جمهوریت څخه د نېله باغ پروژې د عملي چارو د پیل له امله مننه کوي او تمه لري چې له دغه ګاونډي هېواد سره به د سیمه ییز اتصال غوندې مهمو مسایلو کې هم په مشترکه او همغږه توګه کار وکړي.

اسلامي امارت د چین ولسي جمهوریت حکومت او پانګوال را بولي، چې دلته په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې لپاره له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي په دې سره به د کابل او بیجینګ ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا وغوړېږي او ټینګښت به پیدا کړي. اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو له پاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابروي او بشپړ ملاتړ یې کوي.

د کور او ښار جوړونې له وزارت او له کابل ښاروالۍ څخه غواړم چې په پلازمېنه کې د تعمیراتي چارو ستونزو ته په بېړني ډول رسېدنه وکړي او اجازه ورکړي چې ودانیز کارونه پیل سي تر څو سلګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره سي او زېربنایي صنعت رشد ورسره وکړي.

په پای کې ټولو هېوادوالو او د غونډې ګډونوالو ته د راتلونکي کوچني اختر له خوښۍ ډکې شېبې غواړم.

 

له توجو څخه مو مننه