د صادراتو د ملي ورځې د نمانځنې مراسمو ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وینا

الحمدلله و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد!

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: الشیطان یعدکم الفقر و یأمرکم بالفحشاء، والله یعدکم مغفرة منه و فضلا

 

د اسلامي امارت مسوولینو، سوداګرو، پانګوالو، صنعتکارانو، د رسنیو استازو او په تالار کې حاضرو ټولو مېلمنو ته!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

دا یو حقیقت دی، چې د هېوادونو د نسبي اړتیاوو د تأمین په موخه د نړۍ ټول هېوادونه اړ دي چې پخپلو کې تجارتي اړیکې او مناسبات وپالي؛ دا اړیکې او مناسبات د تولید سوو توکو او اموالو د صادراتو او وارداتو له مخې ټینګېږي. هر څومره چې د یو هېواد صادرات ډېږیږي، په هماغه اندازه د هېواد داخلي تولیدات رشد کوي، د پانګونې کچه لوړیږي او په لویه کې د اقتصادي ودې جریان ګړندی کېږي.

دا چې د افغانستان اسلامي امارت کابینې د پرېکړې پر اساس هر کال د پانګوالو او د هېواد د صادراتو د تشویق په موخه د صادراتو ملي ورځ نمانځل کېږي، یو ډېر مهم اقدام دی. خوښ یم چې نن د صادراتو د ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کال غوره صادرونکو ته ډالۍ ورکوي. زه باوري یم چې په دې سره به د هېواد پانګوال او تجاران وهڅېږي او لا زیات به خپلو فعالیتونو ته متوجه سي. د افغانستان اسلامي امارت د صادرات محوره اقتصادي پالیسۍ له مخې د هېواد ټولو صادراتي شرکتونو ته ډاډ ورکوي، چې د صادراتو کچه به لوړیږي او ټول مازاد تولیدات به په مناسبه تجارتي توګه نورو هېواونو ته صادریږي.

ځای لري چې په دې برخه کې د هېواد ټولو اوسېدونکو او پانګوالو ته زیری ورکړم، چې د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د حکم پر اساس به د نړیوالو معیارونو سره سم د کابل په شمول د هېواد په شپږو ولایتونو کې د صادراتو د پروسس زونونه جوړیږي، چې هر زون ته سل جریبه ځمکه په نظر کې نیول شوې او خوشبختانه د ځمکې د انتقال او ملکیت چارې یې بشپړې سوې دي؛ چې ان شاءالله نږدې راتلونکې کې به د هېواد د صادراتو د معیاري کولو لپاره ګټې اخیستنې ته تیار سي.

له نېکه مرغه اوس مهال د هېواد له ۱۳ ولایتونو څخه نړۍ ته صادراتي توکې لېږدول کېږي، چې په یادو ولایتونو کې د صادراتو د تسهیل او تسریع لپاره د صادراتي اسنادو د پروسس دفترونه ایجاد سوي دي او د ۴ ورځو دفتري کار په ۴۰ دقیقو کې ترسره کوي. د افغانستان اسلامي امارت په دې هڅه کې دی چې خپلو صادراتي توکو ته د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې بالقوه او بدیل بازارونه پیدا کړي، چې په دې برخه کې د هېوادونو څخه د ترجیحي تعرفو اړوند غوښتنې سوې دي او تر ډېره حده پدې برنامو کې کامیاب سوي هم یو.

له ټولو صادرونکو تجارانو څخه غوښتنه کوم، چې د هېواد حیثیت په نظر کی نیولو سره په بین المللي معیارونو برابر صادرات وکړي او ډېر متوجې واوسي چې په‌دې حساسه پروسه کې د هېواد رقیبان زمونږ د تجارتي صادراتي مالونو د تضعیف هڅه ونکړي. له محترمو تجاراتو څخه غوښتنه کوم چې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي پالیسۍ په نظر کې نیولو سره د خامو موادو صادراتو پر ځای نورو هېوادونو ته پاخه سوي تولیدي توکي صادر کړي؛ ځکه د هېواد په داخل کې د خامو موادو پروسس له یو اړخه د نویو فابریکو د ایجاد او کارموندنې سبب ګرځي او له بله اړخه ځنځیري ارزښت رامنځته کوي.

زموږ د صادراتو د بدنامولو په خاطر ځینې کړۍ هڅه کوي چې قاچاقي مواد په‌کې تېر کړي. له امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه کوم چې داسې اشخاصو ته سخته سزا ورکړي او پرېنږدي چې زموږ د هېواد او سوداګرو هڅو ته زیان ورسوي. د شفافو او نړۍ ته ډاډ بښونکو صادراتو او وارداتو په موخه اسلامي امارت په ټولو بندرونو کې معیاري او پرمختللي سکنرونه نصبوي چې د صادراتو پر کچې او باور به د پام وړ اغېز ولري ان شاءالله.

اسلامي امارت د ګمرکونو د معیاري کولو او با ارزښته او باوري صادراتو درلودلو په موخه له نړیوالو معتبرو شرکتونو سره په خبرو بوخت دی، چې دا چاره به هم زموږ د صادراتو په کیفیت او کمیت د پام وړ مثبت اغېز ولري.

له نېکه مرغه له سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د اسلامي امارت اقتصادي، تجارتي او سیاسي اړیکې غوړېدلې دي، د سوداګرۍ، صادراتو، ګمرکي تسهیلاتو او د پانګونې د مهمو مسایلو اړوند ګټورې خبرې ورسره سوي دي، چې دا به نه یوازې له هغوی سره زموږ د سوداګرۍ پر غوړېدو مثبت تاثیر ولري، بلکې پر مشخصو هېوادونو به زموږ صادراتي اتکاء را کمه کړي او افغاني توکي به بدیل مارکېټونه ولري ان شاءالله.

 په پای کې د هېواد په محترمو تجارانو غږ کوم، چې په هېواد کې د بین المللی معیارونو مطابق سړې خونې جوړې کړي؛ ترڅو هېواد او ولس په دې برخه کې له لوی تاوان څخه وژغورل سي.

د افغانستان اسلامي امارت د تل په څېر د خپلو پانګوالو او تجارانو سره اوږه په اوږه ولاړ دی او ډاډ ورکوم چې ټولو ستونزو ته به یې رسیدګي کېږي ان شاءالله

له توجو څخه مو منننه