د لایف پَرَل د درمل جوړولو فابریکې پرانیست‌غونډې ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وینا

و کفی و سلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد؛

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم،

بسم الله الحمدلله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: ومن احیاها فکانما احیا الناس جمیعا

ټولو محترمو حاضرینو ته!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

خدای دې وکړي چې ټول به د صحت په جامو کې یاست.

د خوښۍ ورځ ده، چې یو ځل بیا په افغانستان کې د صحي خدماتو او امکاناتو د پراخولو په برخه کې د درمل جوړولو د یوې نوې فابریکې د افتتاح په مراسمو کې ګډون کوم.

دا ټولو ته جوته ده، چې د صحت سکټور یو له مهمو سکټورونو څخه ګڼل کیږي، درمل مستقیماً د انسانانو د صحت سره اړیکه لري، باکیفیته درمل له صحي اړخه د سالمې انساني ټولنې ضمانت کوي او بې کیفیته درمل د صحت لپاره زهر دي چې تولید یې د انسانانو د ژوند سره لوبې او جفا او له شرعي اړخه یو ناروا عمل دی، ځکه خو له کمیت مخکې کیفیت ته پاملرنه کول انتهايي ضروري ده.

امیدوار یم چې د درملو د تولید دا فابریکه به نه یوازې د هېواد د اوسېدونکو د صحي وضعیت او د ژوند په بهبود کې اغېزمنه ثابته شي. بلکې د هېواد د اقتصادي ودې سره به هم لازمه مرسته وکړي، بېکاري به په نسبي توګه راکمه کړي، کورني تولیدات به زیات شي او د نورو هېوادونو د درملو په وارداتو باندې به اتکاء راکمه شي.

د نوموړې فابریکې د فعالیتونو په پیل سره به د هېواد اوسېدونکي د اړتیا وړ مهمو درملو ته لاس رسی پيدا کړي او د درملو په برخه کې به شته اړتیا تر یو حده له داخلي تولید څخه تامین شي دا به نه یوازې د درملو په برخه کې وارداتي مصارف را کم کړي، بلکې د هېواد د درملو امنیت سره به هم مرسته وکړي.

د درمل جوړونې د یادې فابریکې په واسطه به سل ګونه مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه رامنځته شي، د بې کارۍ کچه به په نسبي توګه راټیټه شي او د ټولنیزې نسبي رفاه په برخه کې به مرسته وکړي.

د فابریکې له څښتن څخه په جدیت غوښتنه کوم چې د نړیوالو معیارونو په نظر کې نیولو سره با کیفیته درمل تولید کړي او د هېواد عیني اړتیاوې په نظر کې ونیسي. زه امید لرم چې د داخلي تقاضا د پوره کولو څخه وروسته به نوموړې فابریکه خپل تولیدات نورو هېوادونو ته هم په مسلسله توګه صادر کړي.

لله الحمد وطن کې مو امن دی، اداري فساد ټیټې درجې ته راښکته شوی دی، د هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره لازمه زمینه مساعده ده؛ د تل په څېر یو ځل بیا د هېواد په ټولو تجارانو او پانګه والو غږ کوم چې په خپل ګران وطن کې پانګونه وکړئ، په دې سره به مو له یوې خوا خپل مشروع کاروبار پیل کړی وي او له بلې خوا به مو د هېواد د اقتصادي ودې سره اړینه مرسته کړې وي.

د فابریکې له محترمو مسوولینو څخه غواړم، چې د صحت په برخه کې دغه ملي مسوولیت په سمه توګه سرته ورسوي او د اسلامي امارت په استازیتوب ډاډ ورکوم، چې د اړتیا په وخت کې به هر ډول همکاري ورسره کوو.

په پای کې د روغتیا وزارت له مشرتابه، مسوولینو او نورو ټولو دخیلو اړخونو څخه مننه کوم، چې د درملو د تولید د یادې فابریکې د جوړولو په برخه کې یې لازمه همکاري کړې ده. د دغې فابریکې مسوولینو او ټولو افغانانو ته د درملو د تولید په برخه کې د دغه مهم ګام ډېره مبارکي وایم.

الله تعالی مو په ټولو چارو کې بریالي لره.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته