د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال د قوش تېپې کانال د سربند له چارو ليدنه وکړه

dpmea_admin
جمعه ۱۴۰۳/۶/۹ - ۸:۳۷
Qosh Tapa

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش‌تېپې کانال د سربند له چارو ليدنه وکړه. محترم ملا صاحب د دغه ملي کانال د سربند جوړولو په برخه کې د ملي پراختيا شرکت له ترسره شوو کارونو ستاينه وکړه او د دغه شرکت کارکوونکو ته يې هدايت وکړ، چې د سربند او کانال چارې په پوره دقت او ښه ډول پر ټاکلې نېټه بشپړې کړي. د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال د قوش تېپې کانال د کرنې او اوبو مديريت په برخه کې مهم وباله او ويې ويل، چې اسلامي امارت يې په خپل ټول توان سره په ټاکلي وخت د چارو بشپړولو ته ژمن دى. د يادونې وړ ده چې اوسمهال د دغه ملي کانال د سربند جوړولو او همدا راز د دوهم فاز چارې په ښه ډول د افغان انجنيرانو له لوري روانې دي، چې زرګونو کسانو ته په‌کې کاري فرصتونه برابر شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

BACK TO NEWS