د طوطي میدان د ګازي ساحو د څېړنې او استخراج پروژې چارې پيل شوې

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۴:۲
د طوطي میدان د ګازي ساحو د څېړنې او استخراج پروژې چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۲۳مه نېټه د طوطي میدان د ګازي ساحو د څېړنې او استخراج پروژې د عملي چارو په پرانیست‌غونډه کې ګډون وکړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه ګازي ساحو د عملي چارو پيل د پانګونې په برخه کې مهم ګام وباله او ویې ویل، په داسې لویو او مهمو پروژو کې پانګونه ټولو هېوادونو او پانګوالو ته واضح پیغام ورکوي چې په افغانستان کې امنیت تأمین او د هر ډول پانګونو لپاره ښه زمینه مساعده ده. د هغه په خبره، د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست له مخې د ممکنه اسانتیاوو په برابرولو سره ټولو بالقوه پانګوالو ته ښه راغلاست وايي او ملاتړ یې کوي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، په دې سره به زیات شمېر هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر، په کور دننه به د ګازو اړتیا تر ډېره حده پوره، په وارداتي ګازو او برېښنا به د هېواد تکیه راکمه او په تدریجي توګه به بهر ته د ګازو د صادرولو زمینه مساعده شي. د محترم ملا صاحب په خبره، په دې سره به د سوداګرۍ انډول تر یوې کچې برابر او په لویه کې به د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یو ځل بیا پر ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو او سوداګرو غږ وکړ، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د دې هېواد له نسبي مزیتونو ګټه واخلي.

په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د طوطي میدان ګازي ساحو د څېړنې او استخراج له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې خپل کارونه د ټولو معیارونو او اصولو په پام کې نیولو سره په ښه ډول ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۱۴
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
محترم. . .

BACK TO NEWS