د خیرخانې کوتل سړک د دوهم لاټ چارې ۶۲ سلنه بشپړې شوې دي

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۵:۱۶
د خیرخانې کوتل سړک د دوهم لاټ چارې ۶۲ سلنه بشپړې شوې دي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت تخنیکي ټیم د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۲۶مه نېټه د خیرخانې کوتل سړک د دوهم لاټ پروژې چارې له نږدې وڅارلې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت تخنیکي ټیم له دې پروژې د څارنې پرمهال د قراردادي شرکت مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، څو په دغه پروژه کې د سړک جوړونې تخنیکي معیارونه او کیفیت په پام کې ونیسي او د پلان مطابق یې چارې په ټاکلي وخت بشپړې کړي. هغوی له خپل لوري د قراردادي شرکت مسوولینو ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

د قراردادي شرکت مسوولینو د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت تخنیکي ټیم ته اطمینان ورکړ چې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره  به یې کارونه د ژمي تر را رسېدو مخکې بشپړ کړي. د قراردادي شرکت رئیس وویل چې د دې پروژې له پاره دوی ته د قرارداد مطابق شل کاري میاشتې وخت ورکړل شوی دی. تر دې مهاله شپاړس کاري میاشتې پوره شوې او څلور میاشتې لا پاتې دي. د نوموړي په خبره، دوی به له پلان سره سم په دغو څلورو میاشتو کې د پروژې ټولې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به یې وسپاري. 

د خیرخانې کوتل سړک دوهم لاټ ۲.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، چې اوسمهال یې ۶۲ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

 دغه سړک د هېواد ۱۴ شمالي ولایتونه له کابل ښار سره نښلوي، چې د اساسي سړک ترڅنګ دواړو لورو ته پلې لارې او لښتي، ګلدانونه، ترافیکي نښې او د یو معیاري سړک ټولې برخې لري. د دغه سړک د چارو په بشپړېدو سره به په کابل ښار کې ترافیکي ګڼه ګوڼه او د ترافیکي پېښو کچه راټیټه شي، هېوادوالو ته به د تګ راتګ پرمهال اسانتیاوې برابرې او معیاري ښاري ترانسپورټ به پراختیا ومومي. پر دغه سړک ټولټال ۳۹۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د کابل ښاروالۍ له بودیجې ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې د دغه سړک چارې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په اتمه نېټه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شوې وې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کیښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، د بلخ ولایت په حیرتان دوه لارې کې د (امام شقیق بلخي رح) صنعتي ښارګوټي د. . .

BACK TO NEWS