د سټنډرډ عالي شورا له لوري په بېلابېلو برخو کې ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۴:۴۱
د سټنډرډ عالي شورا له لوري په بېلابېلو برخو کې ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا درېیمه نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، چې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رئیس ملا فیض‌الله تمیم او د دې شورا دایمي غړو په‌کې حضور درلود.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، د دې شورا په غونډو کې د افغانستان د تولیداتو پر کیفیت بحث کېږي او د ښه کېدو او تضمین په موخه یې معیاري سټنډرډونه تصویبېږي. دا سټنډرډونه تولیداتو ته نړیوال اعتبار ورکوي او په ورته وخت کې د صادراتو په زیاتوالي کې هم مهم رول لري.

ورپسې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رئیس مولوي فیض‌الله تمیم د سټنډرډونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې. هغه وویل، د معیاري سټنډرډونو د تطبیق په صورت کې د انسانانو او حیواناتو روغتیا خوندي کېږي او په ورته وخت کې د خوندي چاپېریال په رامنځته کولو کې هم مؤثر رول لري. مولوي فیض‌الله تمیم زیاته کړه، په همدې موخه د سټنډرډ ملي اداره په بېلابېلو برخو کې تولیدي فابریکو، شرکتونو او اړوندو ادارو ته معیاري سټنډرډونه ور معرفي کوي.

په دغه غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو د خپل کلني راپور د شریکولو پر مهال وویل، د معیاري تولیداتو په موخه یې په بېلابېلو برخو کې سلګونه سټنډرډونه اړوندو تولیدي فابریکو، شرکتونو او ادارو ته ور معرفي کړي او همدا راز یې له ۶۱ تولیدي فابریکو او شرکتونو څخه نظارت هم ترسره کړی دی. د یادو فابریکو او شرکتونو له جملې د ځینو تولیدات د قناعت وړ او ډېری یې بیا پر معیار برابر نه وو، چې د دغه ادارې له لوري ورته لازمې سپارښتنې شوې دي.

د سټنډرډ عالي شورا د درملو، خوراکي او ساختماني توکو او نورو برخو کې د تصویب شوو سټنډرډونو پر بشپړ تطبیق جدي ټینګار وکړ او پرېکړه یې وکړه، چې د نه تطبیق او سرغړونې په صورت کې به د سټنډرډ ملي اداره د اړوندې تولیدي فابریکې او شرکت د فعالیت په اړه د تصمیم نیولو په موخه د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ته وړاندیز کوي. همدا راز پرېکړه وشوه چې د تولیدي فابریکو او شرکتونو له تولیداتو څخه د دوامداره نظارت او د تصویب شوو سټنډرډونو د بشپړ تطبیق په موخه دې د سټنډرډ ملي ادارې په مشرۍ له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په همغږۍ تطبیقي پلان جوړ او عملي شي.

د سټنډرډ عالي شورا درېیمې نوبتي غونډې ته د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو، درملو او ارایشي لوازمو، ساختماني توکو، الیکترونیک او مخابراتو، نساجي او چرم، چاپېریال ساتنې، پلاستیک، طبي وسایلو، کانونو او د څارویو د حلالې برخو کې ۳۰ سټنډرډونه د تصویب لپاره وړاندې شول. له هراړخیز بحث وروسته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري تصویب او د سټنډرډ ملي ادارې ته یې په جدي توګه د بشپړ تطبیق سپارښتنه وشوه او دغه اداره مکلفه وبلل شوه چې د یادو سټنډرډونو د تطبیق راپور وخت په وخت له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي. محترم ملا صاحب وویل، په دې سره به هېواد ته د بې کیفیته توکو د راتګ او تولید مخنیوی او په ورته وخت کې به د هېوادوالو د روغتیا او همدا راز توکو او خدماتو د کیفیت تضمین وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۰
Background image

په ګمرکونو کې د وارداتي تجارتي شرکتونو د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه نن دوشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په یوولسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د هېواد په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۴۵
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه کې د لمریزې برېښنا د تولید او سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د کابل ښاروالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

BACK TO NEWS