د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ایران اسلامي جمهوريت د ریل پتلۍ د رئیس په مشرۍ پلاوي سره وکتل

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۴:۵۰
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ایران اسلامي جمهوريت د ریل پتلۍ د رئیس په مشرۍ پلاوي سره وکتل

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په اتمه نیټه د ایران د ریل پټلۍ ادارې د رییس جبار علي ذاکري په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په مرمرینه ماڼۍ کې په داسې حال کې وکتل چې په کابل کې د ایران سفیر هم حاضر و.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ پر اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او د ریل پټلۍ د پراختیا په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د ایران اسلامي جمهوريت د ریل پټلۍ رییس جبار علي ذاکري وویل، غواړي د افغانستان له لارې د ریل پټلۍ ته پراختیا ورکړي، څو له دې لارې له چین او چین د افغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه په استفادې له اروپا سره وصل شي. هغه وړاندیز وکړ چې په دې برخه کې یوه ګډه کمیټه جوړه شي او له شرکتونو سره خبرې وشي.

ورپسې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل چې د دې پروژې د ارزښت په اړه یې درې کاله مخکې د ایران اسلامي جمهوريت د ولسمشر له مرستیال سره خبرې کړې وې او د دې پروژې د اقتصادي ارزښت په اړه یې معلومات ورکړي و. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې په دې برخه کې دې مشترکه کمیټه جوړه او هرڅو مره ژر چې کیږي عملي کار دې پيل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نورستان ولایت ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۲مه نېټه نورستان ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې يې د وروستیو سیلابونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS