د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۱
د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د ظاهر شاهي مارکېټ په تړاو د وړاندې شوو طرحو په اړه د مالیې وزارت د ارزونې راپور وړاندې شو. له بحث وروسته یاد راپور د نهايي تصمیم په موخه د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت محترم مشرتابه مقام ته راجع شو.

همدارنګه دې غونډې ته په مزارشریف ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو په تړاو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ارزونې راپور وړاندې او له بحث وروسته تایید شو. د دې راپور له مخې به یاده ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو په موخه ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په دې غونډه کې د موټرسایکل او زرنج لپاره د پلیټونو او جواز السیر د اخیستلو او تمدید خدمتونو د وړاندې کولو په اړه پر وړاندې شوې طرحه هم بحث وشو. له بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې یاد خدمات دې د ترافیکو عمومي ریاست په خپله وړاندې کړي او په دې برخه کې وړاندې شوې طرحه رد شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د سوداګریزو مارکېټونو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک د جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې تر ځمکه لاندې د سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې موجوده سیسټمونه به عصري او کاري ظرفیت به یې لوړ شي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، په. . .

BACK TO NEWS