کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برېښنا درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې پيل شوې

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۰:۴۸
کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برېښنا درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې پيل شوې

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د کابینې یوشمېر محترمو غړو او د کندهار، زابل او  هلمند ځايي مسوولینو په حضور کې د روان ۱۴۰۴ لمريز کال د ثور مياشتې په اتمه نېټه په کندهار، زابل او هلمند کې د برېښنا درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې پيل شوې.

 د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له همدې امله جوړو شویو  مراسمو کې د خپلې وینا پرمهال وویل، دا پروژې د برېښنا په برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو او زیربنا پياوړتيا پر لور مهم ګامونه دي، چې په مرسته به یې د کجکي بند برېښنا په بشپړ ډول کندهار ته ولېږدول شي. په دې برېښنا سره به کورونه روښانه او صنعت به وده وکړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت په کور دننه له موجودو سرچینو د برېښنا د تولید په برخه کې جدي هڅې ک وي، چې په همدې موخه یې څه موده وړاندې له خصوصي سکټور سره په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۵۰ میګاواټه په ظرفیت له لمر، باد او ګازو څخه د برېښنا تولید تړونونه لاسلیک کړي دي.

په يادو مراسمو کې ټولو مسوولينو د برېښنا کورني تولید پر پراختیا، د برېښنا نیمګړو پروژو پر بشپړولو، صنعتي، سوداګریزو او کرنیزو برخو ته د اړتیا وړ برېښنا پر رسولو ټينګار وکړ.

په یادو پروژو کې د زابل مرکز قلات سب‌سټېشن او د کندهار ختیځ سب‌سټېشن د پاتې چارو بشپړول او همداراز له کجکي برېښنا تولیدي فابریکې څخه د کندهار ختیځ سب‌سټېشن پورې د ۱۱۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي غځول شامل دي.

په یادو پروژو باندې نږدې یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي چې سلګونه زره نوي پېرودونکي به له برېښنا برخمن او ډېرو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي. د يادو پروژو په بشپړېدو سره به د کجکي برېښنا تولیدي فابریکې ټوله برېښنا په اساسي ډول جذب او صنعتي، سوداګريزو او کرنیزو سکټورونو ته به د اړتیا وړ برېښنا برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS