د مالګې جوړولو او پروسس فابریکو د معیاري کولو تعقیبي غونډه جوړه شوه

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۴:۵۵
د مالګې جوړولو او پروسس فابریکو د معیاري کولو تعقیبي غونډه جوړه شوه

د مالګې جوړولو او پروسس فابریکو د معیاري کولو په موخه د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ د ټاکل شوې کمېټې تعقیبي غونډه نن د ۱۴۰۴لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معاونیت له لوري جوړ شوی لارښود د مالګې جوړولو او پروسس فابریکو له مسوولینو سره شریک شو او مکلف وبلل شول، څو د دغه لارښود مطابق خپل ټول فعالیتونه او تولیدات معیاري کړي.

د مالګې جوړولو او پروسس فابریکو مسوولینو وویل، ګڼ شمېر فابریکو خپل فعالیتونه تر یوې اندازې معیاري کړي او لاهم دا بهیر دوام لري. د فابریکو استازو د ځمکې او برېښنا نشتوالی او د اړتیا وړ کافي اندازې آیوډین کموالی د خپلو لویو ستونزو په توګه یاد کړل. په غونډه کې د مالګې جوړولو او پروسس فابریکو اتحادیې ته دنده وسپارل شوه چې تر دوو اونیو پورې په دې برخه کې د شویو فعالیتونو دقیق راپور او د فابریکو د تولید او اړتیا وړ آیوډین د کچې کره اندازه په لیکلې بڼه د اقتصادي معاونیت په مشرۍ له ټاکل شوې کمېټې سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۸:۸
Background image

د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۷
Background image

د سوداګرۍ پراختیا لپاره د شیرخان بندر ظرفیت لوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د اسد میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ښاغلي جمشید خواجه‌یف سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په څلورمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS