محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۳۷
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۴مه نېټه په ارګ کې د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال او صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمروویچ کورو بچینکو   سره وکتل.

د دې لیدنې پرمهال دواړو لورو د اقتصادي همکاریو او ګډې سوداګرۍ پر زیاتوالي خبرې وکړې.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په لومړي سر کې له روسیې فدراسیون څخه مننه وکړه چې اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژانده او په دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې. محترم ملا صاحب وویل، اسلامي امارت د روسیې فدراسیون له ټولو جمهوریتونو سره پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غواړي او په دې اړه یې د کازان په ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې ګټور مجلسونه درلودل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړې او له خپل لوري د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکوي. د  محترم ملا صاحب په خبره، د تاتارستان جمهوریت کولی شي له دې فرصت څخه په استفادې په افغانستان کې د سړکونو، تونلونو، اوبو رسولو شبکو، بندونو او کورونو جوړولو، کیمیاوي صنعت او همداراز له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو انتقال پروژه کې پانګونه وکړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل او کازان ترمنځ د ګډې سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره تاتارستان ته د افغاني صادراتو پر زیاتوالي او همداراز له دغه هېواد څخه د باکیفیته خوراکي توکو، درملو او تخنیکي وسایلو پر وارداتو او ددې ترڅنګ د دواړو لورو د اړوندو وزارتونو او ادارو پر ګډ کار کولو هم ټینګار وکړ.

ورپسې د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال اولیګ ولادیمروویچ کورو بچینکو خبرې وکړې. نوموي وویل، د روسیې فدراسیون له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنې سره د تاتارستان او افغانستان ترمنځ په مختلفو برخو کې د تعامل لپاره ډېر سهولتونه رامنځته شوي دي. هغه زیاته کړه، چمتو دي چې له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د انتقال پروژه او همداراز نورو برخو کې پانګونې وکړي. د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړه، د دې سفر پرمهال د تاتارستان د صنعتي شرکتونو مسوولین ورسره راغلي او لېواله دي چې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې همکاري پيل کړي.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال کابل ته د تاتارستاني پلاوي راتګ د کابل او کازان ترمنځ په مختلفو برخو کې د اړیکو پراخولو لپاره د نوي او ګټور باب پيل وباله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لار نقشې پر ژر نهايي کېدو ټینګار وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د. . .

BACK TO NEWS