محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د انرژۍ له وزیر سره وکتل

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۷:۱۸
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د انرژۍ له وزیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ازبیکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او راغلي هیئت سره وکتل. د دې لیدنې پرمهال دواړو لورو د اقتصادي اړیکو او په ځانګړي ډول د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په څنډه کې یې د ازبیکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره د لیدنې پرمهال د کابل او تاشکند ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه ګټور مجلس درلود، چې نن په هماغه مجلس کې د شوو پرېکړو د تعقیب او تطبیق په موخه په کابل کې د افغانستان برېښنا شرکت او ازبیکستان ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د څو مهمو پروژو تړونونه لاسلیک شول. محترم ملا صاحب له ازبیک لوري وغوښتل څو د پروژو د بشپړېدو لپاره ټاکل شوي وخت او کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ورپسې د ازبیکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف خبرې وکړې. هغه وویل، د ازبیکستان ولسمشر د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ثبات غوښتونکی دی او په همدې موخه د تاشکند او کابل ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا او د همکاریو زیاتوالي ته ځانګړې پاملرنه کوي. ښاغلي محمدوف زیاته کړه، په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره د یادو پروژو تطبیق ته پوره چمتووالی لري او په ساختماني برخه کې به له افغان شرکتونو سره په ګډه ډېر ژر عملي کار پيل کړي. نوموړي زیاته کړه، ازبیک لوری چمتو دی چې د انرژۍ، کرنې، کانونو، صنعت، روغتیا او د متخصصینو روزلو په برخه کې له افغان لوري سره خپلې تجربې شریکې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لار نقشې پر ژر نهايي کېدو ټینګار وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د. . .

BACK TO NEWS