د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۳۹
د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم له زر مینځونکو شرکتونو څخه د ثابتې مالیې په توګه د زرو اخیستلو او همداراز د کرومایټ ډبرو د کوچني او لوی مقیاس کانونو قراردادي شرکتونو څخه د ونډې پر بنسټ د رویالیټۍ د ورکړې موضوعات د بحث لپاره وړاندې شول.

 له بحث وروسته د ریاست‌الوزراء عالي مقام ته نظر ورکړل شو چې له زر مینځونکو شرکتونو څخه دې په میاشتني ډول په هر هکټار ځمکه د کټه‌ګورۍ له مخې، پنځه، لس او پنځلس ګرامه د لوړ معیار سره زر د ثابتې مالیې په توګه واخیستل شي. د سرو زرو دغه ثابته مالیه به د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري له زر مینځونکو شرکتونو څخه د رویالیټۍ اخیستلو پرمهال د مالیې وزارت د استازي په شتون کې اخیستل کېږي.

همدارنګه په دې غونډه کې له مفصل بحث وروسته د ریاست‌الوزراء عالي مقام ته نظر ورکړل شو، چې د کوچني مقیاس کرومایټ ډبرو د استخراج ټول مصارف د شرکتونو پر غاړه دي او استخراج شوو او ناپروسس شوو کرومایټو کې د وزارت ونډه ۴۵ او د شرکت ونډه ۵۵ سلنه ده. د کوچني مقیاس هغه شرکتونه چې د پروسس فابریکه ولري او استخراج شوي کرومایټ پروسس کړي، په دې صورت کې بیا د وزارت ونډه ۴۰ او د شرکت ونډه ۶۰ سلنه ده.

همداراز د لوی مقیاس کرومایټ ډبرو د استخراج ټول مصارف د شرکتونو پر غاړه دي او استخراج شوو او ناپروسس شوو کرومایټو کې د وزارت ونډه ۳۵ او د شرکت ونډه ۶۵ سلنه ده. د لوی مقیاس هغه شرکتونه چې د پروسس فابریکه ولري او استخراج شوي کرومایټ پروسس کړي، په دې صورت کې بیا د وزارت ونډه ۳۰ او د شرکت ونډه ۷۰ سلنه ده.

د کرومایټ ډبرو د کوچني او لوی مقیاس کانونو د هغو قراردادي شرکتونو په حق کې هم دا پرېکړه د تطبیق وړ ده، چې له وړاندې څخه یې کرومایټ استخراج او اوسمهال په ساحه کې پراته دي.

یادې پرېکړې د نهايي تصمیم په موخه د امیرالمؤمنین شیخ صاحب دفتر ته واستول شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د جبل السراج سیمنټو دویمې تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۸مه نېټه د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د جبل السراج سیمنټو دویمې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۱۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د دوه سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت اړوند پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS