د اقتصادي همکاریو سازمان(ایکو) اوولسمې سرمشریزې غونډې ته د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وینا
الحمدلله رب العالمین، والصلاة والسلام علی سیدنا محمد، وعلی آله واصحابه أجمعین
امابعد:
د ایکو سازمان غړو هېوادونو محترمو ولسمشرانو او لومړی وزیرانو، د غړو هېوادونو وزیر صاحبانو، درنو استازو، د کوربه هېواد محترمو مسوولینو، ښاغلو مېلمنو او ټولو حاضرینو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خوښ یم، چې د افغانستان د حکومت او ملت په استازیتوب د اقتصادي همکاریو سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې ګډون کوم او د آذربایجان هېواد له ولسمشر څخه د دې با وقاره سرمشریزې د کوربتوب او شانداره تنظیم له امله صمیمانه مننه کوم.
د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست د دوام په پایله کې، د روسیې فدراسیون له خوا په رسمیت وپېژندل شو. موږ د دغه ګام تود هرکلی کوو. له همدې امله، له ایکو سازمان سره د افغانستان د ژورې او اوږدمهاله همکارۍ په رڼا کې، د یاد سازمان له ټولو غړو هېوادونو څخه هیله لرو چې د افغانستان مشروع سیاسي واقعیت درک کړي او د روسیې فدراسیون په څېر د رسمیت پېژندنې په لور عملي او مثبت ګامونه واخلي.
قدرمنو حاضرینو!
افغانستان، د تېرو څه باندې څلور لسیزو شخړو وروسته، اوس د اسلامي نظام تر سيوري لاندې د خپلواکۍ، ثبات او بیارغونې مرحلې ته داخل سوی. افغانستان د اسلامي لارښوونو او شرعي احکامو سره سم د یووالي، سرتاسري امنیت، د بنسټونو د تقویې، اقتصادي پرمختګ او بهرنیو اړیکو د جوړونې په برخه کې بې مخینې پرمختګ کړی دی.
افغانستان اوس د اسلامي اصولو پر بنسټ د پرمختګ، همکارۍ او سیمهییز اتصال په برخه کې فرصتونه ایجاد کړي، موږ هڅه کوو چې د اقتصادي همکاریو سازمان له هېوادونو سره د ګډو اقتصادي، فرهنګي او ستراتیژیکو پروژو له لارې دا فرصتونه عملي کړو.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت سره مو د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې د نه کارېدو ډاډ ورکړئ.
اسلامي امارت د کوکنارو او نورو نشهیي توکو کښت، پروسس او قاچاق په ټول هېواد کې په بشپړ ډول بند کړی دی. د دې تر څنګ مو، د زرګونو معتادینو درملنه کړې او د ټولنې د سالمې او فعالې برخې بیاګرځېدو ته یې ځانګړي مراکز جوړ سوي دي.
افغانستان د یو خپلواک اسلامي او دیني ارزښتونو ته د ژمن هېواد په توګه، د بهرنيو اړیکو بنسټ د متقابل احترام، نه مداخلې، اقتصادي پرمختیا او متوازن تعامل پر اصولو اېښی دی او مثبت، باعزته او متقابلو همکاريو پر بنسټ ولاړ تعامل ته یې لار پرانیستې ده.
درنو ګډونوالو!
زموږ د بهرني سیاست یو اساسي عنصر اقتصادمحوري ده. موږ د خپلې دغې پالیسۍ له برکته وتوانېدو چې د هېواد جغرافیایي موقعیت د سیمې د اقتصادي اتصال لپاره په یو ارزښتناک فرصت بدل کړو.
په دې لړ کې، د ازبکستان له لارې افغانستان ته د مزار شریف – هرات او کندهار څخه په تېرېدو جنوبي اسیا ته د اوسپنې پټلۍ پروژه، یو مهم اقدام دی، چې د مرکزي آسیا هېوادونه به د جنوبي آسیا له بازارونو سره ونښلوي. دا پروژه نه یوازې د ترانزیټ په برخه کې د افغانستان موقعیت پیاوړی کوي، بلکې د سیمهییزې همکارۍ لپاره هم زمینه برابروي.
همداراز د ټاپي پروژې عملي چارې د افغانستان په خاوره کې پيل سوې دي. موږ هیلهمن یو چې د دې سترې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د انرژۍ د انتقال یوه مهمه حلقه وګرځي او د یوه باوري انرژيلېږدونکي او وصل په توګه به خپل رول ترسره کړي.
له همدې ځایه پر ترکمنستان، پاکستان او هندوستان هېوادونو غږ کوم چې د دې مهمې سیمهییزې پروژې په برخه کې خپلې هڅې لا سره همغږې کړي.
همدارنګه، د افغانستان اسلامي امارت د "شمال-جنوب دهلېز" له پروژې ملاتړ اعلان کړی او دا نوښت کولی سي زموږ د سیمهییز اقتصاد د یووالي او پیاوړتیا لپاره یو نوی فصل پرانیزي.
قدرمنو حاضرینو!
پر دې سربېره، د افغانستان اسلامي امارت د لاجورد لارې په مسیر کې د پرتو هېوادونو په ملاتړ او همکارۍ غواړي چې له دې لارې عملآ د سوداګرۍ او ترانزیټ په موخه استفاده پیل کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د لاجوردو لارې د هغو شریکو هېوادونو له جملې چې دلته حضور لري او په دې اړه د وزیرانو په کچه وروستۍ ناسته تېر میلادي کال د ترکیې هېواد په کوربتوب ترسره سوې، غوښتنه کوي چې د ښکېلو هېوادونو ترمنځ ناستې زیاتې سي تر څو په دې برخه کې شته کارونو ته رسېدنه وسي.
د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په کتو سیمهییز اتصال پروژې د افغانستان اسلامي امارت په لومړیتوب کې دي او ددې پروژو عملي کول د سیمې په کچه د سیاسي سیالۍ پر ځای د اقتصادي همکاریو د پيلېدو ستر لامل بولي.
درنو حاضرینو!
افغانستان اوس له خپلو ظرفیتونو څخه د خپل اقتصاد د احیا او پراختیا په برخه کې ګټه اخلي.
د افغانستان اسلامي امارت له بېلابېلو سیمهییزو هېوادونو سره د اړیکو د پراخېدو له لارې دا ثابته کړې چې د تعامل لپاره هم اراده لري او هم ظرفیت. موږ د متقابل احترام، عملي همکارۍ او ګډو ګټو پر بنسټ اړیکو ته ژمن یو.
له همدې امله، له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د اقتصادي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو څخه یو ځل بیا غوښتنه کوو، چې له یوه واقعبینانه لیدلوري سره د افغانستان له حکومت سره سیاسي او اقتصادي تعامل زیات کړي او د رغنده اړیکو د ټينګښت لپاره له خنډونو تېر سي.
درنو ګډونوالو!
اسلامي امارت د اقتصادي خپلواکۍ او ثبات لپاره له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره اقتصاد محوره پالیسۍ په اډانه کې اړیکې تعقیبوي. موږ هڅه کوو چې افغانستان له مصرفوونکي اقتصاد څخه تولیدي، ترانزیټي او په خپلو پښو ولاړ اقتصاد طرف ته لاړ سي.
موږ باور لرو چې د اقتصادي همکاریو سازمان غړو هېوادونو اقتصاد هغه وخت ښه وده کولی سي چې افغانستان هم د دې معادلې متحرکه برخه سي.
موږ باور لرو چې د اقتصادي همکاریو سازمان غړو هېوادونو تفاهم، د اقتصادي همکاریو پیل او دوام او د بشري شراکت قوي روحیه کولی سي دا سیمه د ترقۍ لور ته سوق کړي.
باید ووایم چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره سوې او همدا اوس مهال د برېښنا، کانونو، زراعت، صنعت، ترانسپورټ، زېربناوو، مخابراتو، روغتیا او په ګڼو نورو سکټورونو کې کورنیو او بهرنيو پانګوالو پانګونه کړې، له همدې ځایه د ایکو سازمان غړو هېوادونو باندې غږ او بلنه ورکوم چې په پورته ذکر سویو سکټورونو کې پانګونه وکړي.
درنو حاضرینو!
افغانستان په تېرو وختونو کې د اقتصادي همکاریو سازمان د مهم غړي په توګه په ډېرو مهمو پروګرامونو؛ په ځانګړي ډول په مالیاتي همکاریو، د مالیاتي ادارو د مشرانو په غونډو، تخنیکي پروګرامونو او د معلوماتو په شریکولو کې فعال او مؤثر رول لوبولی دی.
تېرو تجربو ښوولې ده، چې د ایکو سازمان په چوکاټ کې همکاري کولای سي، د سوداګرۍ پراختیا، د مالیاتي نظامونو ښهوالی، پیاوړتیا او د هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همغږۍ له پاره مناسبې زمینې برابرې کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د مظلومو فلسطینیانو له قضيې سره خپله ژوره خواخوږي یو ځل بیا اعلانوي. هغه ظلم چې د غزې په مظلوم ولس کېږي، باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
موږ د فلسطین د ازادۍ او د بیتالمقدس د اسلامي هویت د خونديتابه پوره ملاتړ کوو.
د افغانستان اسلامي امارت د استازي په توګه، د اقتصادي همکاریو سازمان د غړي هېواد په صفت، غواړم چې خپل وړاندیز له تاسې سره شریک کړم. افغانستان، د سیمهییزې همکارۍ او ګډو هڅو پر بنسټ، د اقتصادي همکارۍ سازمان ټاکلو موخو ته د رسېدو ژمنتیا لري.
په همدې اساس، موږ وړاندیز کوو چې د اقتصادي همکاریو سازمان راتلونکې، یعنی اتلسمه سرمشریزه ناسته دې په کابل کې ترسره سي. موږ د دې سترې او ارزښتناکې ناستې د کوربتوب لپاره بشپړ چمتووالی لرو او د ټولو ګډونوالو تود هرکلی کوو.
باور لرو چې دا سرمشریزه به نه یوازې زموږ د متقابل تفاهم، همغږۍ او ګډو موخو د لا پیاوړتیا زمینه برابره کړي، بلکې کابل ته د ایکو د غړو هېوادونو د مشرانو راتګ به د سیمهییز ثبات، پراختیا او نښلولو په برخه کې د ګډې همکارۍ یو نوی باب پرانیزي.
په پای کې، یو ځل بیا له کوربه هېواد آذربایجان څخه د دې کوربتوب، د اقتصادي همکاریو سازمان له ټولو غړو هېوادونو د ښه مشارکت او له تاسو ټولو څخه د وخت له راکولو مننه کوم.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته