پانګونې بین الوزارتي کمېټې کابل کې د تفریحي، ورزشي او سوداګریز کمپلکس د سوداګریزو مارکیټونو په طرحو بحث وکړ

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۲:۲۴
د پانګونې بین الوزارتي کمېټې کابل کې د تفریحي، ورزشي او سوداګریز کمپلکس د سوداګریزو مارکیټونو په طرحو بحث وکړد پانګونې بین الوزارتي کمېټې کابل کې د تفریحي، ورزشي او سوداګریز کمپلکس د سوداګریزو مارکیټونو په طرحو بحث وکړ

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار او د سرپل ولایت په مرکز کې د ښاروالۍ پر ځمکو د سوداګریزو مارکیټونو د جوړولو د طرحو مالي موډل له عامه او خصوصي مشارکت څخه بدیل شرعي عقد ته د اړولو په تړاو د چارو ادارې له خوا وړاندې شوي راپورونه تایید شول. د پانګونې بین الوزارتي کمیټې دې غونډې ته همدا راز د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د دفاع وزارت په ځمکه د تفریحي، ورزشي او سوداګریز کمپلکس د جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډه کې تر بحث وروسته دا طرحه دفاع وزارت ته راجع شوه چې  د مالي، تخنیکي او اقتصادي اړخونو له ارزولو وروسته دې خپل راپور د پانګونې له بین الوزارتي کمیټې سره شریک کړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۶:۱۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په درېیمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

BACK TO NEWS