د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه ترسره شوه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۹:۳۹
د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د پښتني بانک اړوند پر ځمکه د خصوصي سکټور له لوري د سوداګریز مارکیټ جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. له بحث وروسته، د یادې طرحې د هراړخیزې ارزونې لپاره ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره یې څېړنه ترسره او راپور یې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
په دې غونډه کې همداراز د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د سوداګریز، ورزشي، تفریحي او سیاحتي مجتمع د جوړولو په طرحه هم بحث وشو. پریکړه وشوه چې  وړاندې کوونکی شرکت دې طرحه د محلي ادارې له لوري له نهايي کېدو وروسته د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

BACK TO NEWS