محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: شریر او ورانکاري عناصر دې د نورو په لمسون له بې ځایه تخریب څخه لاس واخلي

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۰:۲۱
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: شریر او ورانکاري عناصر دې د نورو په لمسون له بې ځایه تخریب څخه لاس واخلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۲۸مه نېټه په دفاع وزارت کې له انګریزي ښکېلاک څخه د هېواد د ازادۍ اخیستو د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند افغان ویاړمن او مجاهد ولس ته د دې ازادۍ مبارکي وویله، د خپلواکۍ د بېرته اخیستو په لاره کې یې د شهیدانو روحونو ته دعا وکړه او ویې ویل، چې خپلواک ژوند د افغانانو د ارزښتونو په سر کې قرار لري او هېڅکله هم د اسارت او غلامۍ ژوند نه قبلوي.
محترم ملا صاحب د خپلواکۍ ساتلو ارزښت ته په کتو وویل: «د خپلواکۍ ورځو د نمانځنې څخه باید زمونږ موخه یوازې د هغه وخت د سرښېندو او اتلانو یادونه نه وي، بلکې تر ټولو مهم پیغام مو باید دا هم وي چي ترلاسه شوې خپلواکي وساتو او په بشپړه معنا د هر ډول سیاسي، اقتصادي او نظامي استعمار د بیا تکرار مخه ونیسو. دا کار هغه وخت شونی دی چې ټول افغانان د لوړو دیني او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره یو موټی شو، د نورو په اشارو وطن وران نه کړو، د عصر د غوښتنو مطابق عصري زده کړې وکړو، د ټکنالوژۍ او خپلو عصري وسایلو څښتنان شو.»
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل چې په هېواد کې د شل کلن امریکايي اشغال په ختمېدو سره یوځل بیا دا ملت د خپل برخلیک په ټاکلو او ټولو چارو کې خپلواک شو. هغه زیاته کړه: «اوس مو نه ملت اسیر دی، نه مو سیاسي او اقتصادي برخلیک بل څوک ټاکي، نه مو ارضي تمامیت ته خطر متوجه دی، نه مو مال او ناموس ته په بده سترګه کتل کېږي او نه د بل چا په اشارو پرېکړې کوو. لله الحمد د خپلواکۍ برکت دی چي خپل لوی او اساسي ارزښتونه مو په بشپړه توګه خوندي دي.»
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال پر ټولو ورانکارو او شریرو عناصرو هم غږ وکړ، چې د نورو په لمسون له بې ځایه تخریب څخه لاس واخلي، کورنیو جګړو ته لمن ونه وهي او افغانان ارام ژوند ته پرېږدي. هغه د افغانستان اسلامي امارت له ټولو امنیتي مسوولینو مننه وکړه، چې د هېواد د امنیت ساتلو لپاره شپه او ورځ هڅه کوي. 
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند همداراز په ټولو هغو ځواکونو هم غږ وکړ چې د افغانستان لپاره بد نیتونه لري. محترم ملا صاحب وویل، دوی باید د افغانستان له تاریخ زده کړه وکړي، د لاسوهنې او تقابل پر ځای د اصولو په چوکاټ کې د هر اړخیز سیاسي او اقتصادي تعامل ته لار هواره کړي، چې دا کار نه یوازي زمونږ؛ بلکې د سیمې او نړۍ هیوادونو د امنیت او اقتصادي ثبات لپاره هم مهم ګڼل کیږي. هغه وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د سیمه ییز او نړیوال فعال مشارکت لپاره اماده دی او په دې برخه کې د همکارۍ لپاره واضح تعریفونه لري. نړۍ دې هم د رسمي سیاسي تعامل جرأت وکړي او له دې فرصت څخه دې ګټه واخلي.
محترم ملا صاحب د هېواد اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وویل، چې په هېواد کې لویې اقتصادي پروژې روانې دي او په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري. هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت په مسلسله توګه هڅه کوي چې هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي. هغه په دې برخه کې له اقتصادي پروژو څخه د هېوادوالو ملاتړ مهم وباله.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د خپلواکۍ اخیستو د ۱۰۷مې کلیزې د لمانځنې په مناسبت د جوړو شوو مراسمو په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازادۍ پر څلي د ګلونو ګیډۍ هم کېښوده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته په خوست ولایت کې د ورزشي او تفریحي کمپلېکس او د سمنګان ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۲
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۶.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۰:۲۱
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: شریر او ورانکاري عناصر دې د نورو په لمسون له بې ځایه تخریب څخه لاس واخلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۲۸مه نېټه په دفاع وزارت کې له انګریزي ښکېلاک څخه د هېواد د ازادۍ اخیستو د ۱۰۷مې. . .

BACK TO NEWS