تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۶.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې منظورې کړې

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۲
تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۶.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۱ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته ۳۴ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. 
له هراړخیز بحث وروسته د شاوخوا ۶.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظورې شوې او په ۱۲ پروژو کې لازم تعدیلونه منظور شول. همداراز د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د پروژې د قیمت په اړه له ګټونکي شرکت سره مذاکره ترسره او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کونړ ولایت د مناګي برېښنا بند بیارغونه، د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست ولایتونو د هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکنرونو اخیستل، د هلمند ولایت کادري روغتون جوړول، د بدخشان ولایت په شغنان ولسوالۍ، د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ او د کندز ولایت په قلعه‌ذال ولسوالۍ کې د عمومي روغتونونو جوړول او همدارنګه په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع یوشمېر پروژو تطبیق شامل دی. 
منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

BACK TO NEWS