محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۴۰
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په کابل کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وویل، افغانستان هغه وخت فکري، سیاسي او اقتصادي استقلال ته رسېدلی شي، چې کورني تولیدات، اساسي زېربناوې او علمي ظرفیتونه یې د اړتیا تر کچې په سمه توګه پیاوړي شي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټی د هېواد په کچه له مهمو صنعتي ښارګوټو یاد کړ او ویې ویل، چې دلته به سلګونو نویو تولیدي فابریکو او زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کور او ښار جوړونې وزارت او صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له ټولو مسوولینو وغوښتل، چې چارې یې په معیاري توګه په ښه ډول بشپړې کړي.
محترم ملا صاحب د کورني تولید د پیاوړتیا په برخه کې په دغه صنعتي ښارګوټي کې د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز جوړېدل مهم اقدام وباله او زیاته یې کړه، چې په دې سره به د کاغذ د تولید په برخه کې د افغانستان لویه اړتیا په کور دننه پوره او پر وارداتو به تکیه راکمه شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د علمي اثارو د چاپ او نشر په برخه کې د دغه مرکز فعالیت خورا مهم یاد کړ او په خبره یې، په دې سره به د هېواد اسلامي او فرهنګي میراث خوندي او افغانستان به په دې برخه کې د ځان بسیاینې پر لور مهم ګام واخلي.
د یادونې وړ ده چې صنایع سبز صنعتي ښارګوټی په ۸۲۰۰ جریبه ځمکه جوړیږي، چې اوسمهال په کې ۱۲۰ فابریکې فعالیت کوي او شاوخوا ۸۰۰ میلیون ډالر پانګونه په کې شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۴۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په کابل کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته وکړه.
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۲مه نېټه په صنایع سبز صنعتي ښارګوټي کې «د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۵
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

BACK TO NEWS