له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو دویمه غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول. دغه لومړیتونه د ښوونیزو مرکزونو د جوړولو او بیارغونې، د زده کړو کیفیت لوړولو، د ښوونکو مسلکي ظرفیت پياوړي کولو، د درسي نصابونو معیاري کولو، د زده کوونکو لپاره د زده کړو مناسب او خوندي چاپېریال رامنځته کولو، په لرې پرتو سیمو کې زده کړو ته د لاسرسي اسانولو، د درسي کتابونو چاپ او توزیع او د ښوونیزو مرکزونو د تجهیزولو اړوند وو، چې د هېواد د واقعي اړتیاوو پر بنسټ مشخص شوي، څو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ تر ممکنه حده د همدې لومړیتوبونو په چوکاټ کې تنظیم او همغږې شي.
د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو د پوهنې وزارت د لومړیتوبونو شریکول خورا مهم وبلل او ویې ویل، چې په دې سره به دوی وکولای شي خپل راتلونکي فعالیتونه په ښه ډول منظم او تطبیق کړي.
له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د افغانستان اسلامي امارت د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکول به لومړیتوبونه له منابعو، مرستې به له اړتیاوو او پراختیا به له واقعي پایلو سره منظم او همغږي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د ولایتونو د کټګوریو پر اساس د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره قیمتونه وټاکل شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۱مه نېټه د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

BACK TO NEWS