له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د لېږد په برخه کې د پانګونې وړاندې شوې طرحې په اړه بحث وشو

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۳:۳۰
photo_٢٠٢٣-١١-

یادې غونډې ته د لمریزې برېښنا د تولید، له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د لېږد په برخه کې د پانګونې طرحې وړاندې شوې، چې له هر اړخیز بحث وروسته په پرنیسپ کې تائید او د اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت ته دنده وسپارل شوه تر څو یادې طرحې د تخنیکي، اقتصادي او مالي تحلیلونو  او د دې ناستې د وړاندېزونو په نظر کې نیولو سره د طرحو وړاندې کوونکو شرکتونو له استازو سره بیا ځل ناستې ترسره کړي او راپور یې د پانګونې څلورمې نوبتي ناستې ته راوړي. په کابل ښار کې پر نړیوالو معیارونو برابر لوی سوداګریز مارکېټ او مرکز د جوړولو طرحې هم د خصوصي سکټور له لوري وړاندې شوې، چې تر هراړخیز بحث وروسته د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د استازي په ګډون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړولو، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو، کابل ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ملي ادارې له استازو څخه جوړې شوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو یادې طرحې په هراړخیز ډول وڅېړي او د نهايي تصمیم نیونې په موخه یې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه په هېواد کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب د بهیر چټکتیا، د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د طرحو په طی مراحلو کې د همغږۍ، په هېواد کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو او د پانګونې چارو د ښه مدیریت لپاره د زمینې برابرولو په موخه رامنځته شوې. د دې کمېټې د کاري فعالیت له پيل سره سم اوسمهال کورني او بهرني پانګوال کولای شي خپلې طرحې په فزیکي ډول د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون دارالانشاء ته راواستوي او پر دې سربېره یې پر دغه برېښنالیک(AIIMC@dpmea.gov.af)   رالېږلی او په دې شمېرو (0770985100، 0202100976) اړیکه نیولی شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبد الغني برادر اخوند د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې په نهمه نېټه د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

د ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۰:۴
Background image

د برېښنا تولید یوشمېر پروژو ته د تایید نظر ورکړل شو

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. د تخنیکي کمېټې دې غونډې ته د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۲:۴۰
Background image

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په کابل کې د قطر له شارژدافیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې په څلورمه نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر سفارت له شارژدافیر ښاغلي دکتور. . .

BACK TO NEWS