د ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د سوداګرۍ له وزیر ښاغلي عمر بولات سره وکتل

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۸:۲۹
WhatsApp Image 2023-08-13 at 07.36.34

د ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د سوداګرۍ له وزیر ښاغلي عمر بولات سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، پانګونې، سیمه‌ییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې. محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې افغانستان او ترکیه د تاريخ په اوږدو کې دوه دوست او وروڼه هېوادونه پاتې شوي او اوسمهال د دغو اړيکو پراختيا ته زمينه برابره شوې او اړتیا ده، چې دواړه لوري ترې ښه استفاده وکړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په دې لیدنه کې له ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو پر پراخوالي، په صنعتي پارکونو کې پر پانګونې، د متوسطو او کوچنیو کاروبارونو پر پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلېز پر پرانیستلو، د نندارتونونو پر جوړېدو، د سوداګریزو خونو پر ګډې همکارۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې سوداګریزې خونې پر جوړولو او د ترکي پانګوالو له لوري په افغانستان کې د پانګونې پر زیاتوالي هر اړخیزې خبرې او ټينګار وکړ. د ترکیې سوداګرۍ وزیر ښاغلي عمر بولات د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او په افغانستان کې د ترکي پانګوالو له لوري د پانګونې د هڅونې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به اړوندې ادارې په ګډه سره کار وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS