د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د ترکیې د صنعت‌کارانو او سوداګرو د غیر دولتي ټولنه موسیاد (MUSIAD) له رئیس ښاغلي محمود اسمالي او یو شمېر افغان او ترکي سوداګرو سره وکتل

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۰:۵
WhatsApp Image 2023-08-15 at 08.26.20

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د ترکیې د صنعت‌کارانو او سوداګرو د غیر دولتي ټولنه موسیاد (MUSIAD) له رئیس ښاغلي محمود اسمالي او یو شمېر افغان او ترکي سوداګرو سره وکتل.  دغه لیدنه د موسیاد ټولنې د دفتر په مرکزي ودانۍ کې ترسره شوه، چې پر افغان سوداګرو او ترکي پانګوالو سربېره پکې د هغو لویو شرکتونو او بېلابېلو سکټورونو رئیسانو او استازیو هم ګډون کړی و، چې د ساختماني توکو، د برېښنا تولید، مخابراتو، زېربناوو جوړولو، اوبو بندونو، کرنې او لوجستیکي خدماتو وړاندې کولو په برخو کې اوږده مخینه او بریالۍ کاري تجربه لري.  د یادې کتنې پر مهال د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ترکي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته راوبلل او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د پانګونې شرایط اسانه شوي او ترکي پانګوال دې له دې فرصته پوره استفاده وکړي. د موسیاد ټولنې مشر ښاغلي محمود اسمالي د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره د یادې لیدنې پر مهال ترکي پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅول او زیاته یې کړه چې له دې فرصته د استفادې کولو په موخه دې ترکي پانګوال افغانستان ته لاړ شي. ښاغلي محمود زیاته کړه چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو سره په مختلفو برخو کې د پانګونې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. په دغه لیدنه کې له ترکي پانګوالو سره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک شول او د اسلامي امارت له لوري د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړل شو.  د یادونې وړ ده چې موسیاد (MUSIAD) د ترکي صنعت‌کارانو او سوداګرو یو غیر دولتي ټولنه ده، چې په ۱۹۹۰ میلادي کال کې رامنځته شوې او په ۷۲ هېوادونو کې فعالیتونه لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS