د افغانستان سوداګریزو او اقتصادي اړیکو تر سرلیک لاندې کنفرانس بلنلیک
مطبوعاتي بلنلیک
کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا چهارشنبه، د روان لمریز کال د وږي په ۱۵مه، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند «د افغانستان سوداګریزو او اقتصادي اړیکو» تر سرلیک لاندې کنفرانس کې چې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو له لوري جوړیږي ګډون او وینا وکړي. بناً د رسنیو درنو استازو ته په درنښت بلنه ورکول کېږي، چې د یاد کنفرانس د خبري پوښښ په موخه تشریف راوړي.
وخت: چهارشنبه، د ۱۴۰۲ کال د وږي ۱۵مه، سهار ۱۰:۰۰ بجې، هیله ده په ۹:۳۰ بجو تشریف راوړئ.