محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له نغلو بند سره نږدې د 10 مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو چارو پرانیسته وکړه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۷:۵۱
5U2A0602

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۸مه نېټه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له نغلو بند سره نږدې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو چارو پرانیسته وکړه. په دغو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور او یوشمېر نورو امارتي مسوولینو هم حضور درلود. محترم ملا صاحب په همدې مناسب جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، دلته یې عزت خوندي دی او همدا یې د پېژندنې او هویت سمبول دی. همدا لامل دی چې اسلامي امارت د تېرو ډېرو نظامونو برعکس د دې ځورېدلي ولس د خدمت او د هېواد د آبادۍ لپاره ژمن او متعهد دی.  محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت دا درک کړې ده چې د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره صنعت او د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا تر ټولو مهمه ده. همدې موخې ته د رسېدو لپاره اسلامي امارت په کور دننه د برېښنا تولید په خپلو لومړیتونو کې نیولی او په ټولو پانګوالو یې غږ کړی، چې په کور دننه د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه: «د همدې هڅو په دوام دا دي نن د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د پيل شاهدان یو. د برېښنا د تولید په برخه کې به د افغانستان اړتیا ته په کتو دا پروژه کوچنۍ ښکاري، خو ما ته خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې ډېره مهمه ده. دا د دې ښکارندويي کوي چې موږ خودکفايۍ ته د رسېدو په برخه کې لس مېګاواټه د نورو له احتیاجه خلاص شوو.» د غونډې په پای کې محترم ملا صاحب وویل اسلامي امارت د برېښنا اهمیت ته په کتو وپتېیله چې له ترکمنستان څخه د راتلونکي ۵۰۰ کیلو ولټ لین پروژې د چارو بشپړولو قرارداد د یو کان په بدل کې افغان انوېسټ شرکت ته ورکړي، چې په دې سره به افغانستان ته د سلګونو مېګاواټه برېښنا د انتقال زمینه برابره او په کلني ډول به ۲۰۰ میلیونه ډالره سپما شي. محترم ملا صاحب یوځل بیا پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ وکړ چې د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي او دلته له رامنځته شوو اقتصادي فرصتونو څخه استفاده وکړي.  د لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دغه پروژه د اسلامي امارت په ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري د یو کال په موده کې بشپړېږي، چې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

په اسلام کلا بندر کې د لس زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د نفتو او ګازو د تخلیې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۲۱
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د پوهنې وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له. . .

BACK TO NEWS