د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سټنډرډ ملي شورا مشر وټاکل شو

dpmea_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۸ - ۱۰:۴۱
90

د سټنډرډ ملي شورا د ریاست‌الوزراء مقام د (۲۰۸۳) ګڼې حکم پر اساس رامنځته شوې، چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د نورو دندو ترڅنګ د یادې شورا د مشر په توګه وټاکل شو. د سټنډرډ ملي شورا هېواد ته د بې کیفیته توکو او غیر معیاري کالیو د واردېدو او همدارنګه د هېواد دننه د غیر معیاري او خپلسرو ودانیزو چارو په برخه کې د ستنډرډ ملي ادارې ستراتیژۍ او عمومي پالیسیو تصویب او د هغوی له تطبیق څخه د څارنې، د ملي ستنډرډونو او ودانیزو ملي کوډونو او نورمونو د تصویب او د تخنیکي مقرراتو د طرحو د تائید په موخه رامنځته شوې. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، لوړو زده کړو، کور او ښار جوړولو، ټولګټو، عامې روغتیا، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کانونو او پټرولیم، ترانسپورټ او هوايي چلند او مالیې وزارتونو مرستیالان، د علومو اکاډمۍ لوی رئیس، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رئیس، کابل ښاروال، د ښاروالیو د عمومي ریاست مرستیال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې او معدن او صنایعو خونو مدیره هیئت رئیسان یې دایمي غړيتوب لري. د یادولو وړ ده چې د سټنډرډ ملي شورا سکرتریت د سټنډرډ ملي ادارې پر غاړه دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۵
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (چهارشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په شپږمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۷
Background image

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شول

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ نن (دوشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په څلورمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۶:۱۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د عقرب میاشتې په درېیمه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
. . .

BACK TO NEWS