له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د لېږد په برخه کې د پانګونې وړاندې شوې طرحې په اړه بحث وشو

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۳:۳۰
photo_٢٠٢٣-١١-

یادې غونډې ته د لمریزې برېښنا د تولید، له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د لېږد په برخه کې د پانګونې طرحې وړاندې شوې، چې له هر اړخیز بحث وروسته په پرنیسپ کې تائید او د اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت ته دنده وسپارل شوه تر څو یادې طرحې د تخنیکي، اقتصادي او مالي تحلیلونو  او د دې ناستې د وړاندېزونو په نظر کې نیولو سره د طرحو وړاندې کوونکو شرکتونو له استازو سره بیا ځل ناستې ترسره کړي او راپور یې د پانګونې څلورمې نوبتي ناستې ته راوړي. په کابل ښار کې پر نړیوالو معیارونو برابر لوی سوداګریز مارکېټ او مرکز د جوړولو طرحې هم د خصوصي سکټور له لوري وړاندې شوې، چې تر هراړخیز بحث وروسته د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د استازي په ګډون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړولو، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو، کابل ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ملي ادارې له استازو څخه جوړې شوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو یادې طرحې په هراړخیز ډول وڅېړي او د نهايي تصمیم نیونې په موخه یې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه په هېواد کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب د بهیر چټکتیا، د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د طرحو په طی مراحلو کې د همغږۍ، په هېواد کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو او د پانګونې چارو د ښه مدیریت لپاره د زمینې برابرولو په موخه رامنځته شوې. د دې کمېټې د کاري فعالیت له پيل سره سم اوسمهال کورني او بهرني پانګوال کولای شي خپلې طرحې په فزیکي ډول د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون دارالانشاء ته راواستوي او پر دې سربېره یې پر دغه برېښنالیک(AIIMC@dpmea.gov.af)   رالېږلی او په دې شمېرو (0770985100، 0202100976) اړیکه نیولی شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۳۰
Background image

عزیزي انرژۍ شرکت د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ټول تخنیکي وسایل پېرلي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۳۰مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د جبل السراج سیمنټو دویمې تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۸مه نېټه د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د جبل السراج سیمنټو دویمې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۱۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي. . .

BACK TO NEWS