پښتني بانک ته مخامخ د کابل ښاروالۍ پر ځمکه د دوه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه

dpmea_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۳:۴
ph_٢٠٢٣-١١-٣٠

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي ناسته په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د پانګونې وړاندې شوو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو. دغې ناستې ته د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنې، مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو د کمپلکسونو جوړولو سربېره په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې طرحې د خصوصي سکټور له لوري وړاندې شوې. یادې طرحې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري په پرنسیپ کې تایید او د تخنیکي، اقتصادي او حقوقي ارزونې لپاره یې اړوندو وزارتونو ته راجع کړې. دغه راز په یاده ناسته کې د پښتني بانک مخامخ د کابل ښاروالۍ اړوند ځمکه کې د خصوصي سکټور له لوري د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د دوه پوړیزې سوداګریزې ودانۍ د جوړولو طرحه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري د لسو کلونو په قرارداد تایید شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د خصوصي سکتور له لوري د فاسفیټ، مس او جستو د اکتشاف، کیندنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په هېواد کې د توکو د نرخونو او کیفیت پر کنټرول ټینګار وشو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن (سه‌شنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۸مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه)، د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS